ورزش

خوست کې د کرېکټ لس اوریزې سیالۍ پایته ورسېدې

په خوست کې د لس اوريز کرېکټ رمضان ليګ دويم پړاو سیالۍ د افضلي کلب په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان میاشتې په دوهمه نېمایي کې د خوست د استاد حکیم تڼیوال پارک په مس عینک کرېکټ لوبغالي پیل شوې وې، کابو ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

په دغو سیالیو کې افضلي الف لوبډلې په پایلوبه کې سیالې خوست ډنجر لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه او د سیالیو اتلوالي یې خپله کړه.

اصغر اتل د ۴۹ منډو په جوړولو د سیالیو د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

همداراز له افضلي الف لوبډلې څخه د سیالیو تر ټولو غوره توپ وهونکی عابدالله تڼیوال د ۱۹۲ منډو په جوړولو او له ګربز اتلان کلب څخه د دې لیګ تر ټولو غوره توپ اچونکی نسیم افغان د ۹ ویکټو په اخیستو سره ښه وځلېدل.

په ورته وخت کې د کرېکټ لوبغاړي دا سیالۍ د دوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره مهمې مهمې بولي.

د ډنجر لوبدلې لوبغاړی احمد بلال وايي: «دا ټورنمنټ د لوبغاړو لپاره ډېر ارزښت لري، هغه لوبغاړي چې لا ځلېدلي نه وو، په دغه لیګ کې نوي لوبغاړي وځلېدل، ددې ترڅنګ موږ ای سي سي او کرېکټ بورډ ته دا پیغام ورکړ، چې د خوست اوسېدونکي له کرېکټ سره ډېره مینه لري، چې د دوی د اړتیاوو په پوره کولو باید ورمرسته وکړي.»

یو بل لوبغاړی بیا ددغو سیالیو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

د افضلي کلب لوبغاړی اضغر اتل وايي: «د لوبغاړو د تجربو په لوړولو کې دغو لوبو مرسته وکړه، ځکه په دې کې د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ یو شمېر لوبغاړو ګډون درلود، ورزش د خلکو د ښه صحت ضامن دی او خلک د نشه يي توکو په څېر ناوړه کړنو څخه ژغوري.»

ددغو لوبو مینوال او نندارچیان هم د لوبو په ترسره کېدو خوښي څرګندوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې لوبڅار احسان اندېش وايي، چې دا د لوبغاړو لپاره ډېره ښه موکه وه، چې لوبغاړي خپلې تجربې او وړتیاوې لوړې کړي.

اخوا، د ډيوه ګروپ رمضان لس اوريز کرکټ ليګ مسوولین وايي چې د کرکټ د ودې او لا پرمختګ  ترڅنګ  یې ددغه سیالیو څخه موخه د غوره استعدادونو او لوبغاړو پېژندنه وه.

 ددغه لیګ مسوول جهاد سنګین وايي: «دغه رمضان ليګ چې خوست کې پيل شوی، ۱۶ لوبډلو په ګډون کړی و، په څلورو ګروپونو ویشل شوې وې، هرې لوبډلې به په خپل ګروپ کې درې لوبې وکړې او وروسته به بيا دوو بهترینو لوبډلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه.»

د یادونې وړ ده، چې له دغو لوبو وروسته په خوست کې د زرغون جام کرېکټ سیالیو لپاره چمتوالی روان دی او د غويي میاشتې په نهمه نېټه به پیل شي چې د هېواد د بېلابېلو لوبډلو لوبغاړي به پکې ګډون ولري.

 په دې سیالیو کې هندوکش سترایکرز، پامیر لیجیندز، میوند دیفیندرز او جونیر لوبډلې ګډون لري.

ټاکل شوې د زرغون جام کرېکټ سیالۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي راډيو ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دا لوبې د راتلونکو آسیا او نړیوالو جامونو لپاره د چمتوالي په موخه ترسره کېږي.