Uncategorized @ps افغانستان

د هلمند اوسېدونکي: له کلونو راهیسې مو حقوقي قضیو ته رسېدنه نه ده شوې

د هلمند اوسېدونکي وايي، له ډېرو کلونو راهیسې حقوقي دعوې لري خو قضايي ادارې یې لا هم د ستونزو په هواري کې پاتې راغلې دي.

د دغه ولایت د نوزاد او کجکې ولسوالیو دوه اوسېدونکي په دوو بېلابېلو برخو کې دوسیې لري چې له یوه تر دوولسو کلونو راهیسې نه دي حل شوې او لا حقوقي دعوا لري چې د اوسنۍ ادارې له خوا یې هم د څېړلو تمه نه لري.

د دې ولایت د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکی غلام رسول چې په بدل یې واده کړی له یوه کال راهیسې د خپلې قضیې د حل لپاره هڅې کوي خو تر اوسه یې دوسیه نه ده څېړل شوې.

نوموړی وايي: «کابو یو کال کېږي دعوه لرم، موږ د بدل په توګه دوستي کړې مقابل لوري خپل واده کړی خو ماته واده نه ‌را کوي، وايي تا شیدې ورسره خوړلې، زه یې له کجکي ولسوالۍ څخه دلته را ولېږلم، وايي ورشه خپله دعوه پرمخ بوځه.»

د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی عطاءالله له دوولسو کلونو راهیسې د ځمکې پر سر دعوا لري خو تر اوسه رسېدنه نه ده ورته شوې.

هغه وایي: «دوولس کاله کېږي چې د کرنیزې ځمکې پر سر دعوا لرم، زما مقابل لوری خپلي کرنیزې ځمکې ته نه پرېږدي که څه هم څو ځله د کلیوالو په حضور کې ځمکه زما بلل شوې خو سره له دې هم ستونزې راته جوړوي.»

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې بیا عریضه لیکونکي وایي، د دوی ډېری مراجعین د ځمکې د غصب، صورت دعوا، دفع دعوا او مراثي قضیو اړوند د عریضو لیکلو غوښتنه کوي، خو ډېر کم کسان د جزایې قضیو په اړه عریضې کوي.

عریضه لیکونکی مطیع‌الله وايي: «دلته ډېرې عریضې چې موږ خلکو ته لیکو د ځمکو پر سر، زور زیاتي او غصب اړوند دعواوې دي خو خلک شکایت کوي چې عریضو او قضیو ته یې رسېدنه نه کېږي.»

یو بل عریضه لیکونکی سید محمد عالم په دې اړه وايي: «ډېری عریضې د میراث او غصب په برخه کې لیکو داسې کسان راځي چې وایې زموږ میراثي حق نه راکول کېږي، د دې ترڅنګ لږ شمېر کسان په جزایي برخه کې عریضې کوي.»

ورته مهال په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین د خلکو دا ستونزې مني خو وايي، ډېری حقوقي قضیې له پخوا پاتې دی او دوی د څېړلو لپاره کار کوي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وايي: «ستونزې شته خو یو شمېر حقوقي قضیې له تېرو کلونو پاتې دي اوس د دوی محکمې د هغوی په څېړلو کار کوي.»

نوموړی زیاتوي، د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو زر او ۸۰۰ او دیارلس قضیې څېړل او حل شوې کابو یو زر او ۷۰۰ وثیقې هم اجرا شوې دي.

دا په داسي حال کې دي چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک د طالبانو له ادارې د خپلو حقوقي قضیو د حل غوښتنه کوي.