افغانستان

د ننګرهار اوسېدونکي:د اختر په درشل کې د وچو مېوو بېې دوه برابر شوې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د کوچني اختر په رارسېدو سره ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. خو سږ کال د وچې مېوې بازار د تېر په شان ګرم نه دی او خلک یې د پېرلو وس نه لري.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي شکايت کوي چې د مېوو بيې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره لوړې شوې دي.

منګل چې د ننګرهار له هسکې مېنې ولسوالۍ ښار ته د وچې مېوې د اخیستو په پار راغلی وایي سږ کال د پخوا په پرتله د وچو مېوو بیې لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي، ډېری کورنۍ له بېوزلۍ ښار ته د راتګ کرایه نه لري نو په لوړه بیه به څنګه خپلې کورنۍ ته د اختر لپاره د اړتیا وړ توکي وپېري.

نوموړی وايي: «له یوې خوا بیې لوړې دي او بل لور ته وزګاري زیاته شوې، د تېر کال په پرتله نرخونه یو په دوه لوړ شوي، خلک له سخت حالت سره مخ دي.»

دوي د وچو مېوو له سوداګرو غواړي چې په هېواد کې د بې وزلۍ کچې ته په کتو له خلکو سره ګوزاره وکړي او لږ ګټه واخلي، ترڅو هر وګړی یې د پېرلو وس ولري.

سید مختار هم ښار ته د اختر لپاره د مېوې اخیستو لپاره راغلی، هغه طالب مسوولین د بیو په کنټرول کې په بې پامۍ تورنوي.

نوموړی زیاتوي: «څه نشته خلک د توکو د اخیستو وس نه لري، که څوک راځي یوازې ورته ګوري، که لږ څه هم پېري یوازې د مېلمنو لپاره د خپلو ماشومانو او کورنۍ لپاره یې نه شي اخیستی.»

ددې ولایت یو بل اوسېدونکی اسدالله وايي: «تېر کال مو چې کوم توکي په سل افغانۍ اخيستل اوس په دوه سوه افغانۍ دي، اوسني واکمن باید د توکو بیې کنټرول کړي یوازې د نرخپاڼې وېشل بسنه نه کوي، ښاروالي باید پر هټۍ‌والو څارنه وکړي.»

اخوا د وچو مېوو هټۍوال هم د تېر کال د اختر په پرتله له خپل کاروباره سرټکوي.

د جلال اباد ښار د وچو مېوو یو هټۍوال صفت الله وایي: «تېر کال ښه و اوس چې بې وزلي زیاته شوې خلک هم نه راځي او څه نشته چې وې پېري.»

دوي همداراز زیاتوي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د وچې مېوې بیې ټیتې شوې خو د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې خلک د پېرلو وس نه لري.

بلخوا، د ننګرهار د وچو مېوو ټولنې مسوولین هم د تېر په پرتله د نرخونو د ټيتوالي خبره کوي او زیاتوي چې وخت ناوخت يې د وچو مېوو کاروبار کوونکو سره ناستې کړې ترڅو د هېواد د روان اقتصادي وضعیت ته په کتو خلکو ته په مناسب نرخ مېوه وپلوري.

ننګرهار کې د وچې مېوې د ټولنې مرستیال دین محمد ساحل وایي: «موږ تر خپلې وسې کار کړی، چې خلکو ته د وچو مېوو بیې راټيټې کړو او د نورو کلونو په پرتله مېوه ارزانه ده خو خلک بې وزله دي او د پېرلو وس یې نه لري.»

په دې لړ کې په جلال آباد کې د طالبانو د ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد بیا وایي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې د وچو مېوو د بیو څارنه کړې او د دوی کاري ټيمونه هره ورځ بازار څاري.

نوموړی وایي، که څوک له نرخپاڼې سرغړونه وکړي نو هټۍ به یې وتړل شي.

د یادونې وړ ده، چې هر کال نه یوازې په ننګرهار بلکې د هېواد په ټولو ښارونو کې د اخترونو په رارسېدو سره خلک د وچو مېوو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.