د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د کشتوز قوم دغو لسګونه کورنیو کابو دوه نیمې لسیزې مخکې د ځمکې پر سر د دښمنۍ له امله خپل کور کلی پرېښی و، چې د ځاني زیان ترڅنګ یې په زیاته اندازه مالي زیانونه هم لیدلي دي.
خپلو سیمو ته ستنې شوې کورنۍ وایي، د مالي زیان کچه یې دومره لوړه ده، چې اوس یې په سیمه کې د اوسېدو ځای نشته او اړ دي کورونه له سره جوړ کړي.
د کشتوز قومي مشر کریم الله وایي، چې د دوی دښمني د کامدېش له قوم سره وه، چې د قومي مشرانو په منځګړتوب یې روغه وشوه.
هغه زیاتوي، خوښ دي، چې خپلو مېنو ته راغلي خو زیاتوي، کورونه یې وران دي او د استوګنې مناسب ځای نه لري.
نوموړی وايي: «دوه شپې کېږي چې موږه په خېمه کې اوسېږو، خو فرش او نور وسایل نه لرو دا ژوند ډېر سخت دی.»
د دې سیمې اوسېدونکی بشیراحمد وایي، د مالي زیان کچه یې دومره لوړه ده، چې اوس یې په سیمه کې د اوسېدو ځای هم نشته او اړ دي چې ځانونو ته کورونه جوړ کړي.
هغه زیاتوي: «خلک دلته د اوسېدو هېڅ امکانات نه لري، کلونه دلته څوک نه وو اوس هېڅ نشته، که طالبان او موسسي راسره مرسته ونه کړي ژوند به مو نور هم ګران شي.»
د کشتوز اوسېدونکی صلاح الدین وايي، د لومړنیو اړتیاو ترڅنګ په خپل کلي کې له اېښودل شویو ماینونو څخه هم وېره لري. هغه له مرستندویه بنسټونو غواړي چې سیمه یې له ماینونو پاکه او د پوهنې، روغتیا او سړکونو د رغونې په برخو کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړی زیاتوي: «سړک ته اړتیا لرو بل په دې وطن کې ۲۵ کاله جګړه شوې او د ماینونو خطر هم ډېر دی چې باید دا سیمه ترې پاکه شي، د روغتیا په برخه کې مو هم باید لاسنیوی وشي.»
خو نورستان کې د طالبانو والي بیا ډاډ ورکوي،چې د یادې سیمې د خلکو ستونزو ته به رسېدنه وکړي او حل لارې به ورته وپلټي.
اخوا، په نورستان کې د طالبانو والي محمد آغا حکیم له دغو کورنیو سره د ۳۷۵ کورونو د جوړولو ژمنه کوي او وايي چې د دې سیمې د اوسېدونکو د ستونزو د اوارولو لپاره به هڅې وکړي.
نورستان د هېواد په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی، چې اوسېدونکي یې تر ډېره لومړنیو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.