افغانستان

یونیسف د تړلو ښوونځیو پر ۱۰۴ زره زده کوونکو ښوونیزې بستې ووېشلې

د طالبانو تر ادارې لاندې د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د یونیسف بنسټ له خوا د تړلو ښوونځیو پر ۱۰۴ زره زده کوونکو ښوونیزې بستې وېشل شوې دي.

د دغه ریاست د مسوولینو په وینا له لومړي تر شپږم ټولګي پورې ښوونیزې بستې پر نجونو او هلکانو وېشل شوې او د زده کوونکو اویا سلنه اړتیاوې یې پوره کړې دي.

په جوزجان ولایت کې د ګوهر شاد بېګم د شپږم ټولګي زده کوونکې معصومه ددې بنسټ له خوا د ښوونیزو بستو د مرستې په اړه د خوښي په څرګندولو له طالبانو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته جونو پرمخ ښوونځي پرانیزي ترڅو په راتلونکي هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

معصومه وايي: «حکومت (د طالبانو اداره) باید د ښوونځیو دروازې پرانیزي، دوه خویندې مې په اتم او لسم ټولګي کې دي اوس په کور کې دي او له ښوونځي بې برخې دي.»

یوه بله زده کوونکې فریده چې دا ښوونیزه بسته یې ترلاسه کړې وايي، کورنۍ یې د هغې لپاره د ښوونیزو توکو د پېرلو وس نه درلود او اوس کولای شي په دغو توکو په منظم ډول درسونو ته دوام ورکړي.

هغه له حکومت (طالبانو ادارې) غواړي له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي. «ما دا توکي ترلاسه کړل خو باید حکومت د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي، ما چې تر شپږم ټولګي زده کړه وکړم، په راتلونکي کې نشم کولای چې ښوونکې شم.»

دا په داسې حال کې دي چې دوې ورځې مخکې یونیسف په جوزجان ولایت کې هم د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زده کوونکو ته څه د پاسه اته زره کتابونو وېشلو بهیر پیل کړی دی.