افغانستان

افغانستان د جرم او جنایت په کچه کې څلورم ځای خپل کړ

د نړۍ د وګړو د ارزونې سازمان (WPR) په خپل تازه راپور کې افغانستان د جرم او جنایت له پلوه د نړۍ څلورم هېواد معرفي کړی دی.

د دغه راپور له مخې، په هرو سلو افغان وګړو کې ۷۴ تنو جرم ترسره کوي.

په راپور کې زیاته شوې چې په افغانستان کې د فساد، ترور، نشه يي توکو او د انسانانو قاچاق په شان جرمونه شامل دي.

دا پلټنه همداراز بیانوي چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ په کچه مصرف شوي ۸۵ سلنه ناقانونه تریاک افغانستان برابر کړي دي.

په دغه ارزونه کې داسې اټکل مطرح شوی چې د افغانستان په ناوړه اقتصاد کې مهم رول ته په پام سره په دې هېواد کې د تریاکو صنعت له منځه وړل به له ننګونو ډک وي.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د تریاکو او نشه یي توکو تولید له منځه وړي.

په دې ارزونه کې وینزویلا، پاپو نیو ګینه او سویلي افریقا په ترتیب سره اول، دوهم او درېيم هېوادونه دي.