افغانستان

د نورستان اوسېدونکي لا هم د اوبو له ژرندو کار اخلي

د نورستان ولایت په مرکز پارون او نورو ولسوالیو کې خلک اوس هم د جوارو او غنمو په شان د ځمکو حاصلات د اوبو په دودیزو ژرندو اوړه کوي ځکه د دوی په وینا له یوې خوا یې لګښت کم دی او له بله پلوه یې اوړه خواږه وي.

د دې ولایت د مرکز پارون اوسېدونکی محمد لایق چې د ژوند نیمایي برخه يې د ژرندګړي په توګه کار کړی وايي، په ژمي کې يې ژرنده د اوبو د کمښت او کنګل کېدو له امله د څه وخت لپاره بنده وي چې پر ورځنیو چارو یې ناوړه اغېز کوي.

هغه زیاتوي: «زما ۵۰ کاله عمر دی ښوونځي ته نه یم تللی، زه چې په ښو او بدو پوه شوم له پلار سره به مې په همدې ژرنده کې کار کاوه، هغه به د نورو کلیوالو غَلې اوړه کولې او مزد به یې ترې اخیست.»

نوموړی وایي، د پلار له مړینې وروسته یې همدې کار ته دوام ورکړ او تر ننه د ژرندګړي په توګه کار کوي، یوازې په ژمي کې د اوبو د کمښت او کنګل کېدو له امله یې کارونه کم او ژرنده درېدلې وي.

د نورستان ولایت اوسېدونکي له طالبانو او مرستندویه موسسو غواړي د ژرندو د سربندونو رغولو او همداراز له بې وزله کورنیو سره مرستې وکړي.

ددغه ولایت اوسېدونکی ګل جان وایي: «په نورستان کې بله داسې وسیله نشته چې خلک پرې خپلې غَلې اوړه کړي همدا د اوبو ژرندې دي چې خلک ترې کار اخلي خو د ژمي په یخنۍ کې د اوبو د کنګل کېدو له امله ژرنده هم کار نه کوي.»

نوموړی د طالبانو له ادارې غواړي چې سربندونه ورته جوړ کړي ترڅو اوبه زیاتې او دې ته اړ نه شي خپل غنم او جوار د اوړه کولو لپاره د کونړ مرکز اسدآباد ته ولېږدوي.»

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې څلور دا ډول ژرندې شته چې په ژمي کې د اوبو د کمښت او کنګل کېدو له امله پرچاوېږي. ددې ولایت اوسېدونکي د خپلو غنمو او جوارو حاصلات یوازې د اوبو په ژرندو اوړه کوي.