ښځې

امنه: هغه نجونې چې له ښوونځیو ناهیلې شوې؛ اوس د روښانه راتلونکي په هیله کار کوي

بدخشانۍ مېرمن امنه رحیمي چې د ناهیلیو او ستونزو په اوج کې کار کوي، ښځې زیار او د یوه روښانه راتلونکي لپاره هڅوي.

دغه ښځه د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د لبنیاتو جوړولو د یوې کوچنۍ کارخونې مسووله ده.

بدخشان کې د «صفا» کارخونې مسووله امنه رحیمي د ۱۶ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابرونکې ده. هغې ۱۲ تنو نورو کسانو ته چې ډېری یې ښځې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

اغلې رحیمي وایي، چې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته یو شمېر نجونې چې له راتلونکي ناهیلې شوې وې، اوس د لبنیاتو د تولید په یوه کارخونه کې کار کوي او راتلونکي ته هیله‌منې دي.

هغې وویل: «۱۰ تنه نجونې مو چې له ښوونځیو بې‌برخې شوې او خپلې هیلې یې له لاسه ورکړې له ځان سره د کار لپاره ونیولې او ۲ نارینه د بهر کارونو لپاره لکه بازار ته د محصولاتو د وړلو او نورو کارونو د ترسره کولو په برخه کې راسره همکاري کوي.»

په کار کولو مې ژوند بدل شوی

نادیه یوه زده‌کوونکې ده چې د جمهوریت له سقوط او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له ښوونځي پاتې شوې او اوس په دې کارخونه کې کار کوي.

هغه له خپل ناڅرګند راتلونکي په اندېښنې سره وایي: «د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وم، خو کله چې حکومت سقوط وکړ زه په کور شوم او رواني وضعیت مې هم ښه نه و. خو دې ځای ته له راتلو سره مې ژوند لږ بدلون موندلی. د ځان په څېر له نورو نجونو سره چې له ښوونځیو منع شوې، اشنا شوم او د ژوند لپاره مې تمه پیدا شوه.»

مرمر یوه بله نجلۍ ده چې ټاکل شوې وه، سږ کال د کانکور ازموینه ورکړي، هغه وایي: «غوښتل مې اقتصاد پوهنځی ووایم، خو موږ یې خپلو هیلو ته له رسېدو ناهیلي کړو. دلته که څه هم کم معاش لرم، خو بیا هم خوشحاله یم چې کولای شم په دې سختو شرایطو کې کار وکړم او راتلونکي ته هیله‌منده واوسم.»

امنه رحیمي د طالبانو تر بیرغ لاندې د کار له سختیو خبرې کوي او وایي، چې څو اونۍ مخکې یې د کارخونې لیک‌دړه راښکته او ټوټې ټوټې یې کړه.

د امنې په وینا: «زه د لبنیاتي محصولاتو پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ ژوند پرمخ بیایم. د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر زموږ لیک‌دړه له منځه یوړه او  زوی مې د هغوی د مخنیوي په جرم درې ورځې په حوزه کې زنداني و.»

امنې په دوام کې وویل: «په ډېر سپکاوي سره یې زموږ لیک‌دړه لیرې کړه. هغوی ویل ښځې باید یوازې خپلو اولادونو ته پام وکړي او له کوره بهر باید کار ونه‌کړي، کله چې زوی مې ورته وویل د تاسو دا کار د شریعت خلاف دی ځکه زموږ حلاله روزي تر پښو لاندې کوي، هغوی شکایت ترې وکړ او زما په زوی یې تور پورې کړ چې ملا او شریعت ته یې سپکاوی کړی دی. موږ اوسمهال په وېرې سره خپل کار ته دوام ورکوو.»

د امنې رحیمي د کارخونې له جوړېدو شپږ کاله کېږي، هغه وایي: «مخکې مو د نجونو او ښځو کارکوونکو شمېر زیات و، خو اوس د ښه بازار د نشتون له امله موږ اړ شوي یو، چې یو شمېر رخصت او یو شمېر نورو ته په کم معاش سره قناعت ورکړو.»

د دې کارخونې یوه کارکوونکې نجلا وایي: «په دې شرایطو کې چې موږ کار کوو مواد ډېر ګران دي. د شیدو بیه لوړه شوې ده او  پر تولید ډېر لګښت راځي. د بیو لوړوالی د دې لامل شوی چې پلور مو کم شي.»

ګلچین یوه بله ښځه ده چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې په یوه دولتي بنسټ کې کار کاوه؛ هغه وایي: «زه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې وم، دوې خویندې مې پوهنتون کې درس وایي، خو کله جې زه وزګار او په کور شوم، نور په کور کې راتلونکي ته هیله‌مندي نه وه، ان اوس نه شم کولای د خپل ورور د کورس پیسې ورکړم.»

له بلې خوا، یو شمېر ښځې باوري دي چې طالبان د ښځو  له نوم څخه په نړیوالو تعاملاتو کې د سیاسي ابزار په توګه کار اخلي. یو شمېر فعالې نجونې هم په دې اند دي چې طالبان پر دوی د محدودیتونو په لګولو د افغانستان ټولنه فلج کړې ده.