افغانستان

له وروښتونه وروسته د نوي کال د حاصلاتو زیاتوالي ته د کروندګرو تمه

زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د ژمي موسم ورښتونه کولای شي د کال په اوږدو کې د کروندګرو اړتياوي پوره کړی.

زابلي کروندګر خوښ دي، خو د خپلو حاصلاتو د زياتوالي لپاره د اصلاح شوو تخمونو او کرنيزو افتونو له منځه وړلو په  برخه کې د مرستي غوښتنه کوي.

د زابل ولایت ډېری اوسېدونکي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي. له دې جملې د زابل ولایت د کلات په سویل کې د «لب دریا» سیمې اوسېدونکي خپلې ټولې اړتیاوې د کرنې له لارې پوره کوي.

د دې سيمي کروندګر اوسمهال د غنمو، ترکاریو او نورو کښتونو لپاره خپلي ځمکي چمتو کوي.

د دغې سيمې کروندګر وایي، ورښتونو د یوه حاصل‌خېزه کال لپاره د دوی هيلې زياتې کړې دي، او په ډېرې خوښۍ سره پر خپلو ځمکو کار کوي ترڅو د نوي کال کرنو ته چمتو شي.

بزګران وایي وچکالۍ يې اقتصاد ځپلی، چې د حاصلاتو د لا زیاتوالي لپاره د اصلاح شویو تخمونو، نيالګيو او د کرنيزو افتونو د له منځه وړلو درملو ته زياته اړتیا لري.

د عبدالمجيد په نوم سپین‌ږیری کس چې له کابو ۳۰ کلونو راهيسې په دې سيمه کې په کرنه بوخت دی، وايې چې دولت دې ورسره د نيالګيو او شنو خونو په برخو کې مرسته وکړې تر څو د دوی کښتونه د ژمې په موسم کې هم ښه بازار ولري.

عبدالمجید زياتوي: «تېر څلور کاله وچکالي وه، بارانونه نه وو او زموږ کښتونه د اوبو له سخت کمښت سره مخ وو، خو روان کال کې تر دا مهاله ورښتونه هيله بښوونکي دي او موږ خپلو کښتونو ته هیله‌من يو، د حکومت (د طالبانو د ادارې) د کرنې له رياست څخه مو غوښتنه دا ده چې له زموږ سره د اصلاح شویو تخمونو، لمریزو هندارو اصلاح شويو تخمونو او شنو خونو په برخه کې مرستې وکړې ترڅو زموږ حاصلات په ژمې کې هم بازار ولري.»

د لب دریا سيمې يو بل اوسيدونکی بخت محمد هم د روان کال له ورښتونو خوشحاله برېښي، او وايې چې د اوبو سطحه لوړه شوې او نور به د دوی کښتونه د اوبو له کمښت څخه نه وچېږي، او ښه حاصلات به ولري.

بخت محمد زياتوي: «خوښ يو چې له ډېرو کلونو ورسته زابل کې ورښتونه شوي او د اباد کال هيلې زياتي شوې دي، د کرنې او مالدارۍ رياست دې له موږ سره د کيمياوي سرو، اصلاح شويو تخمونو او شنو خونو مرسته وکړي، تر څو موږ وکولاي شو چې د زابل د ترکاریو اړتيا د خپلو کښتونو له لارې پوره کړو.»

زابل کې تر اوسه ۱۶۰ ميلي‌متره باران شوی دی، خو د کرنې لپاره د یوه ښه کال لپاره په دې ولايت کې ۲۵۰ ملي مترو باران ته اړتیا ده.

د زابل د کرني او مالدارۍ ریاست وایي زابل کې د پسرلي تر راتګ پورې د نورو ورښتونو اټکلونه هم شتون لري، خو دوی زابل کې د حاصلاتو د زياتوالي او د کرنيزو افتونو له منځه وړلو په موخه تر ۱۴ زره له زياتو کسانو سره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوی سرې مرسته کړې ده.

د زابل لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریيس مولوي عطاءالله راشد وايې، چې د نورو کلونو په پرتله زابل کې د غنمو کښتونه زيات شوي، او هيله ده چې سږ کال به زابل د غلو دانو په برخه کې بې‌ساري حاصلات ورکړي.

مولوي راشد زياتوي: «هغه ورښتونه چې د کرنې په برخه کې ورته اړتيا ده تر ډېره سږ کال پوره شوي،‌ او تمه ده چې نور ورښتونه به هم وشي، په تېر کال کې موږ زابل کې کابو ۱۴ زره کسانو سره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو مرستي کړې، چې له دې کبله زابل کې د غنمو کښتونه زيات شوي او سږ کال به زابل د غلو دانو په برخه کې ښه حاصلات ولري.»

د زابل ترڅنګ کندهار، هلمند او ارزګان کې هم سږنیو ورښتونو او واورې ورېدو د ښه حاصلاتو لرونکي کال لپاره د کروندګرو هيلې زياتې کړې دي.