په ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو ښځينه محصلینې د خپلو زده کړو ورک او ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي او وایي اوس نه پوهېږي، چې د دوی په اړه به څه پرېکړه کېږي.
هداء چې د جلال آباد ښار په یوه خصوصي پوهنتون کې محصله ده وایي، همدا ورځې یې د فراغت وې، خو په خبره یې حیرانه ځکه ده، چې ټولګیوال یې فارغ شول او دا همداسې پاتې شوه.
هغه وایي، اوس نه پوهېږي، چې د دې د تېرو څلورو کلونو پايله څه او څنګه شوه.
هداء له آمو سره په خبرو کې وایي: «ډېره عجيبه ده! چې غم او خوشحالي درباندې يوځاى راشي، خوشحاله ځكه يم چې ټولګيوال مې له پوهنتونه فارغ شول او خفه ځكه يم چې څلور کاله مو يوځاى د پوهنتون، په يوه ټولګي کې درس ووایه، خو پرته له ما زما ټول ټولګيوال فارغ شول.»
هغه وايي، دوی ځورېږي ځکه چې طالبانو یې پر برخلیک لوبې پيل کړې او دوی یې پر وړاندې هېڅ غږ نشي پورته کولی.
هغه وایي: «زه اوس هم په دې تمه ناسته يم چې واکمن به نن يا سبا د نجونو پرمخ د پوهنتون او ښوونځيو دروازې پرانيزي، لنډه دا چې که انصاف کډه نه وای کړې اوس به زه هم فارغه وای.»
د هدا ټولګیوال هم د خپل فراغت جشن ته خوښ وو، خو یو شمېر یې وایي، د خوښۍ دا جشن به یې هله زیات شوی و، چې نجونې ټولګیوالې یې هم ورسره فارغې شوې وای.
ذکریا وایي، دوی تمه لرله، چې د فراغت په پروګرام کې به له دوی سره هغه خویندې هم وي، چې څلور کاله یې په یوه ټولګي کې تېر کړل، خو په خبره یې د لاسلیک په ورځ یې هغه څه ونه لیدل.
هغه وایي: «موږ ټولګیوالو لاسلیک کاوه، ومې لیدل، چې ښځينه ټولګیوالې نه دي راغلې او یوازې خپل څادرونه یې رالېږلي، چې موږ ته د فراغت لاسلیک وکړئ، دې حالت سخت ودردولم، بس څه مو نشو کولی په ژړغوني انداز مې ورته لاسلیکونه وکړل.»
یو شمېر نورې نجونې، چې په دوهم او درېیم ټولګیو کې دي وایي تمه لري، چې له دې حالته به ووځي.
دوی وایي، سره له دې، چې پر دوی بندیزونه لګېدلي، خو بیا هم هوډ لري، چې خپلې زده کړې پرمخ یوسي او هیلې یې ور مړې کړي، چې غوښتل یې دوی په تورو تیارو کې را لویې کړي.
د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو شاوخوا یوه میاشت کېږي او طالبانو له فشارونو سره سره افغان نجونو ته نوې هیله نه ده ورکړې او نه یې هم د پوهنتونونو د پرانیستو په اړه څه ویلي دي.
تازه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنې محمد او مل پلاوي سره کتلي او په هېواد کې یې د نجونو لپاره د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو پر بیا پرانیستل کېدو او خپلو دندو ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار کړی دی.
کرزي په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره ملي خبرې اترې مهمې بللې او پر ژر پیل یې ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، کابو ۵۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.