افغانستان

د تړل شویو لارو پرانیستو ته پر بې پامۍ د غور د اوسېدونکو نیوکې

د غور ولایت د لیرې پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي، طالب مسوولین ددې ولایت د لارو په خلاصون کې په بې پامۍ تورنوي او وايي چې د دوو ورځو په تېرېدو، لا هم ددې ولایت مرکز او د ولسوالیو مرکزونو ته ورغلې لارې تړلې دي.

د غور د لعل وسرجنګل ولسوالۍ د تلخک سیمې یو اوسېدونکی محمد رضايي پر طالب مسوولینو په نیوکې سره د آمو خبریال ته وویل چې دوی د دغې ولسوالۍ د لارو د تړل کېدو او مسوولینو د بې پامۍ له امله، خپل ناروغان روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره نه شي لېږدولای.

نوموړی زیاتوي: «د تره زوی مې سخت ناروغ دی، لارې هم د وروستیو واورو له امله تړلې دي او ومو نشو کړای چې هغه د ولسوالۍ مرکز ته ولېږدوو، دولت (د طالبانو اداره) د لارو پرانیستو ته هېڅ پام نه کوي؛ موږ هم اړ شوو چې پر خره خپل ناروغ روغتیایي مرکز ته ولېږدوو.»

د لعل و سرجنګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حسین علي هم د آمو خبریال ته وايي چې د درېيو ورځو په تېرېدو، لا هم د طالبانو ځایي مسوولینو د دې ولایت د لارو د پرانیستو او پاکولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی او لارې د واورو او سخت توفان له امله تړلې دي.

هغه زیاتوي: «د لعل وسرجنګل ولسوالۍ د لیرې پرتو سیمو ټولې لارې له درېيو ورځو راهیسې تړلې دي او ځایي مسوولین او قراردادي شرکتونه ورته پام نه کوي. خلک ناروغان لري او تګ راتګ ته اړتیا لري؛ خو هر ځل چې ورسره اړیکه ونیسو، د ټولګټو ریاست مسوولینو موږ ته د قناعت وړ ځواب نه دی راکړی.

د غور د پسا بند ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی شیراحمد درې ورځې کېږي چې د بند باین لارې د نه پرانیستل کېدو له امله په فیروزکوه ښار کې په تمه دی.

هغه وایي: «د اونۍ په لومړیو کې چې لار پرانیستې وه، موږ د دې له امله چې ناروغ مو درلود له خپل ورور سره راغلو ښار ته؛ خو وروستۍ واورې د بند باین لارې د تړل کېدو لامل شوې چې د دغه ولایت په لوېدیځ کې پرتې شپږ ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي او بریالی نه شوم چې ولاړ شم، په تمه یم چې لار پرانیستل شي.»

د غور د لیرو پرتو سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین د تړل شویو لارو بېرته پرانیست ته جدي پاملرنه ونه‌کړي، د دغو سیمو خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي.

په دې لړ کې، ځایي مسوولین له دوو ورځو وروسته د غور – کابل لویې لارې د بیا پرانیست خبر ورکوي او وایي، چې هغوی د دې ولایت د لیرو پرتو سیمو او ولسوالیو د لارو د پرانیستو په لټه کې دي.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس په یوه ټویټ کې لیکلي: «کابل – غور لویه لار له دوو ورځو راهیسې د واورو او سخت توپان له امله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه؛ خو نن د پنجشنبې پر ورخ د غور د ټولګټو چارو د مسوولینو په هڅو سره د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.»

اخوا په غور کې یو بل طالب مسوول وایي، چې ډېر ژر د دغه ولایت د ولسوالیو تړل شوې لارې هم د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.

غور د افغانستان په لوېدیځ کې یو غرنیز ولایت دی چې هر کال یې لارې د واورو او باران او د خامه سړکونو له امله د خلکو او موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي.