افغانستان

زابل کې د تورې بند د رغولو کار یو ځل بیا پیل شو

د تورې بند چې د زابل مرکز کلات ختيځ په څلور کیلومترۍ کې موقعیت لري، دوه ځله يې کارونه درېدلي او د درېيم ځل لپاره یې کارونه پيل شوي دي.

دغه بند د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د ۹۷ ميلیونه افغانيو په لګښت جوړېږي، چې د دوه عشاريه نهه ميلیون متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو او ۶۰۰ هکټاره کرنيزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت به ولري.

د تورې بند چې، د ۲۵ مترو په لوړوالي او ۴۰ متره عرض سره جوړېږي د برېښنا د توليد ترڅنګ به زرګونو کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو زمينه هم برابره کړي.

د تورې بند د پروژې يو مسوول وایي، دغه پروژه به د ۹ مياشتو په موده کې بشپړه شي، خو په خبره یې اوس يې کابو ۳۵ سلنه کار بشپړ شوی.

د پروژې مسوول سيد اغا ستانکزی وايې چې ددغې پروژې په بشپړولو سره به ۳۵ زره کورنيو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه ورسېږي.

نوموړی زياتوي: «دغه پروژه د اوبو او برېښنا وزارت د ملي شرکت له لوري پيل شوې چې په بشپړولو سره به یې ۳۵ زره کورنيو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه ورسېږي.»

د تورې بند په دغه پروژه کې دا مهال د زابل يو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نصيب الله اوعبدالرحمن چې په دغه پروژه کې کار کوي وایې، د بيارغونې پروژو په پيلېدو سره به ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او ډېری ځوانان به له نشو او نورو ناوړه کارونو وژغورل شي.

دوی زياتوي، ددغو پروژو د چارو په پيلېدو ډېر خوښ دي ځکه ډېری وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د تورې د سيمې يو شمېر کروندګر هم د دې بند په رغولو خوښ دي او وايې چې په کليو کې یې د اوبو کچه ټيټه شوې او شنه کښتونه د وچېدو په حال کې دي.

د دې سيمې يو کروندګر محب الله وايي چې د دغه بند په جوړولو سره به د اوبو کچه لوړه شي او دوی به يو ځل بيا خپلې ځمکې خړوبې کړي.

نوموړی زياتوي: «زموږ په سيمه کې د اوبو کچه ډېره ټيټه شوې زموږ شنه کښتونه وچېږي، د دغه بند په جوړولو سره به يو ځل بيا زموږ کښتونه له دوامداره اوبو برخمن او د اوبو کچه به لوړه شي.»

له بلې خوا، د ترنک سيندیزې حوزې لپاره د طالبانو رييس وايې چې د تورې بند کارونه په چټکتیا سره به د بند جوړولو کار په نهو میاشتو کې بشپړ شي.

د ترنک سيندیزې حوزې لپاره د طالبانو رييس مولوي عبدالکریم ذوالفقار وايي، د اوس لپاره د تورې بند د کیندنو چارې روانې دي او يوازې ماشينونه پکې کار کوي خو په نوي کال کې به يې نورې چارې پيل شي او کابو دوه سوه تنو ته به د کار زمینه برابره شي.

ذوالفقار زياتوي: «د تورې بند کارونه د ماشينرۍ په زياتولو چټک شوي او په نوي کال کې به د کابو دوه سوه تنو لپاره د کار زمینه برابره شي.»

د زابل ولایت د ډېری اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، چې په وروستيو وچکاليو کې یې د اوبو د کمښت له امله د ژوند چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.