افغانستان

په نشه د یوې روږدې کورنۍ دردوونکې کیسه

رضا علي له خپلې مېرمنې او څلورو بچیانو سره له کلونو راهیسې نشه یي توکي کاروي. دوی د بامیان ولایت اصلي اوسېدونکي دي؛ خو له څه مودې راهیسې یې غزني ولایت ته پناه وړې او د غزني ښار سیند ته نږدې په یوه خېمه کې اوسېږي.

رضا علي وايي، دېرش کاله مخکې کله چې د کار لپاره ایران ته تللی و، هلته په نشه یي توکو اخته شو. کله یې چې مېرمن ناروغه شوې وه، د درملنې لپاره یې تریاک ورکړل ترڅو یې درد کرار شي او کرار کرار یې د کورنۍ ټولو غړو د نشه یي توکو کارولو ته مخه کړه.

هغه زیاته کړه: «زه اوه ځله ایران ته ولاړم، لومړی ځل ۱۳۶۹ کال و او په ۱۳۷۰ کال کې په نشه روږدی شوم او ترننه دوام لري. ۲۳ کاله کېږي چې مېرمن مې هم نشه یي توکي کاروي او پنځه کاله کېږي چې څلور ماشومان مې په نشه روږدي دي.»

رضا علي وايي چې نوموړی او کورنۍ یې له پوډر او شیشې کار اخلي او مواد له ښاره پېري. هغه زیاتوي چې نوموړی او کورنۍ یې د ځان د درملنې وس نه لري او څوک نه دي ورته راغلي چې دوی روغتون ته د درملنې لپاره ولېږدوي.

هغه وویل: «موږ پوډر او شیشه کاروو، همدلته ۴۰۰ تر ۵۰۰ کسان دي چې مواد راوړي او موږ یې ترې اخلو.»

دغه کس او کورنۍ یې د کورنۍ لګښت د دروېزې له لارې برابروي او د سون لپاره کاغذونه او پلاستیکونه له واټونو ټولوي. دوی د ژمي په سړه هوا کې تر خېمې لاندې ژوند کوي او د طالبانو له ادارې غواړي له دوی سره مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت، کارولو، لېږد، پېر و پلور، وارداتو او صادراتو د مخینوي په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله آخوندزاده د فرمان له صادرېدو اته میاشتې تېرېږي، خو لا هم په هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق او وېشلو په اړه رپوټونه ورکول کېږي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې د نشه يي توکو د کښت او کارولو د مخنیوي په اړه د طالبانو څرګندونې او خبرپاڼې د خبرو تر حده دي او ددې ډلې ټول غړي د نشه يي توکو په معامله کولو کې لاس لري.