طالبانو د شنبې په ورځ د کندهار د مېرویس نېکه خصوصي پوهنتون پر لسګونو محصلينو هغه مهال بريد وکړ، چې هغوی پوهنتون کې د ننه د نجونو د زده کړو د مخنیوي په غبرګون کې په آزموينه کې له ګډونه ډډه وکړه.
د کندهار د میرویس نيکه پوهنتون يو مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وایي، محصلينو نن مازیګر پنځه بجې د پوهنتون په انګړ کې د نجونو د زده کړو د مخینوي په غبرګون کې د ازمويني له ورکولو ډډه وکړه او ټول له پوهنتونه ووتل، چې د پوهنتون مخته طالبانو پر ډزي وکړې او ځيني محصلين یې ووهل.
سرچینه وایي طالبانو، محصلين په داسي حال کې ووهل، چې هغوی لاريون نه کاوه، بلکې د اعتراض په ډول يې په پوهنتون کې په ډله یيز ډول د آزموينې صحنه تحريم کړه او وروسته ټول د وتلو په حال کې وو، چې ورباندي بريد وشو.
نوموړی زیاتوي: «وروره زموږ محصلينو لاريون نه کاوه بلکي يوازي يې د نجونو د تعلم په غبرګون کې د آزمويني صحنه پرېښوده او بيا کور ته تلل، چې د طالبانو د استخباراتو له لوري ووهل شول، زموږ د معلوماتو پر اساس لس تنه پر سر، مخ او پېښو ټپيان شوي دي.»
د کندهار د میرویس نيکه پوهنتون يو محصل نقيب احمد وایي، چې دوی لاريون نه کاوه، بلکي د نجونو د زده کړو د بندېدو په غبرګون کې يې د اعتراض په ډول په آزموينه کې له ګډونه ډډه وکړه.
د طالبانو د لوړه زده کړو وزارت له لوري په پوهنتون کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته په ټول هېواد کې د طالبانو ددغې پريګړي په غبرګون کې لاريونونه او نور مدني مخالفتونه پیل شول، چې زيات شمېر يې د طالبانو له لوري ځپل شوي دي.
ډېری هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د طالبانو دا کار بشر ضد عمل بللی دی.