بهر مېشتو د بشري حقونو مدافعانو د طالبانو د نوې پرېکړې په غبرګون او په دې اړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی د افغانستان نارینه د دغه هېواد د ښځو ترڅنګ ودرېږي د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافیرې کرن ډیکر له خبرو ملاتړ کړی دی.
له هېواده بهر د بشري حقونو د مدافعانو په خبرپاڼه کې راغلي:
«طالبانو له خپل حضور راهیسې تل ښځې په نښه کړې دي او هغوی په سیاسي لوبو کې د سیاسي ګټو د تامین د ابزار په توګه کاروی. هغوی د ښځو پر ضد په خپل وروستي فرمان کې د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونونو، کورسونو او د لوړو زدهکړو او ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې وتړلې.
طالبانو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر وکړ چې هېڅ ښځینه کارکوونکې او استاده پوهنتون ته د ننوتو اجازه نه لري، هغوی په دې ناوړه کړنې افغانستان د ښځو لپاره پر یوه زندان بدل کړی او د افغانانو ټول شرعي حقوق او د بشري حقونو ارزښتونه یې په رسمي توګه تر پښو لاندې کړي دي.
له دې امله د بشري حقونو د وضعیت خرابوالی، پر اعتراضکوونکو برید، د منتقدینو شکنجه او د ټولو ښوونیزو بنسټونو تړل د دې لامل شول چې د امریکا د سفارت شارژدافیره اغلې کرن ډیکر د دې په پوښتنې چې څه ته په تمه یئ؟ له ټولو افغان نارینهوو وغواړي چې د افغانستان د ښځو ترڅنګ ودرېږي او د طالبانو پروړاندې په مقاومت کې ونډه واخلي او یو مدني بهیر پیل کړي.
له هېواده بهر د بشري حقونو مدافعانو د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت د شارژدافیرې کرن ډیکر له خبرو ملاتړ کړی دی او د هغې پر خبرو په ټینګار د افغانستان له ټولو خلکو غواړي چې افغان مېرمنې یوازې پرېنږدي او د خپلو اولادونو د برخلیک د بدلون لپاره یوازې یوه لار پاتې ده او هغه د طالبانو د افراطي ډلې پرضد یوه قاطع او جدي مبارزه ده.
له دې امله افغانستان کې د وضعیت د خربوالي له درک سره له افغانانو او نړیوالې ټولنې له هېواده بهر د بشري حقونو د فعالینو غوښتنې دا دي:
۱ـ موږ له هېواده بهر د بشري حقونو مدافعانې او ښځې د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو فرمان غندوو او له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګروملتونو له سازمان څخه د طالبانو پروړاندې د ترټولو سختو بندیزونو غوښتنه کوو.
۲ـ د پوهنتونونو له هغو استادانو او زدهکړیالانو چې د طالبانو د دغه غیرانساني او له دښمني ډک فرمان پروړاندې درېدلي او درسي ټولګيو ته له تلو یې ډډه کړې ده هرکلی کوو.
۳ـ موږ له افغانانو په ځانګړې ډول د افغانستان له نارینهوو په لوړ غږ او روښانه توګه غواړو چې د افغان مېرمنو (ترڅنګ) ودرېږي او د افغانستان د ښځو د مدني مبارزې بهیر ټولګډونه کړي.
۴ـ د پوهنتونونو له قدرمنو استادانو او هلکانو محصلینو هیله کوو چې پوهنتون ته د نجونو تر ننوتو پورې درسي ټولګیو ته حاضر نه شي.
۵ـ له نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو له سازمانه غواړو چې نور هره اونۍ د طالبانو ترهګریز رژیم ته ۴۰ میلیون ډالر ورنهکړي.
۶ـ د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو سازمانونو، افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې پر پېښو د سختې څارنې غوښتنه لرو.»