د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په هکله د طالبانو د پرېکړې له اعلان وروسته نن پنجشنبه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي پر لومړۍ نېټه یو شمېر ښځو د طالبانو د دغې پرېکړې په غبرګون کابل کې لاریون وکړ.
اعتراضکوونکو ښځو د «زدهکړه د ټولو لپاره» او «یا ټول یا هېڅوک» شعارونو په ورکولو سره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بیا پرانیستو غوښتنه وکړه.
طالبانو ښځې وهلې ټکولې دي
یوې اعتراضکوونکې ښځې چې نه غواړي په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي آمو ته یې وویل: «له دغو لاریونونو زموږ موخه د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په هکله د طالبانو د اقدامونو غندل و، چې له بدهمرغه طالبانو زموږ مخه ونیوله. څو نجونې یې له ځان سره بېولي. ډېر وېروونکی چلند یې وکړ او په رښتیا وېرېدلې وو. د طالبانو ټوپک زموږ خوا ته و. هرې خوا ته خپرې شوو.»
څلورو اعتراضکوونکو ښځو آمو ته وویل چې طالبانو ۵ ښځې او دوه خبریالان له وهلو ټکولو وروسته نیولې دي.
انګېزه ګونش، زهرا ماندګار، کرشمه علي، رقیه ساعي او حمیرا پنځه ښځې دي چې د لاریون پرمهال د طالبانو له خوا نیول شوې دي.
د سرچینو په وینا یوه بله اعتراضکوونکې ښځه رقیه ساعي کله چې د لاریون له ځایه کور ته روانه وه، د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو له خوا ونیول شوه.
خو طالبانو څو ساعته وروسته انګېزه ګونش او زهرا ماندګار خوشې کړې.
یوه اعتراضکوونکې لیلا بسیم وایي: «د طالبانو ښځینه پولیسې راغلې وې. هغوی په دُرو او وهلو ټکولو نجونې په زوره رنجرو کې سپرې کړې. کوم ځای چې موږ ټاکلی و د کابل پوهنتون دروازه وه چې له بدهمرغه هلته امنیتي ګواښونه ډېر زیات وو او موږ خپل ځای بدل کړ او د دهبوري څلورلارې ته راغلو. غوښتل مو چې له هغه ځایه پلسرخ ته ولاړې شو چې کابو لس یا دوولس رنجرې راغلې وې چې هم نارینه طالب مامورین وو او هم ښځینه پولیسې پکې وې چې له بدهمرغه ښځې یې وټکولې او په جبري توګه یې رنجرو کې سپرې کړې او سره تیت او پرک یې کړې.»
سلسله د دغه لاریون یوه بله ګډونواله ده. هغه وایي چې په سختۍ سره یې ځان د طالبانو له منګولو ژغورلی دی.
هغې آمو ته وویل: «زیات شمېر نجونې او ښځې د طالبانو د پرېکړې د غندلو لپاره سره ټولې شوې وو. کله چې لاریون پیل شو طالبان راغلل او زموږ پروړاندې ودرېدل. زینب ماندګار یوه له اعتراضکوونکو وه چې د طالبانو پرضد یې شعار ورکاوه او طالبانو هغه له ځان سره بېولې. همداراز څلور تنه نورې ښځې چې نه یې پېژنم هم نیول شوې او یو شمېر وهل ټکول شوې دي.»
د دغو لاریونونو یوه همغږې کوونکې ژولیا پارسي وایي، چې طالبانو هغه او یو شمېر نورې ورسره ښځې وهلې ټکولې دي.
هغې وویل: «طالبانو زه او یو شمېر اعتراضکوونکې وټکولې او ان زما جامې څېرې شوې. طالبان هېڅ رحم نه لري درې تنه خبریالان چې د دغه اعتراض د پوښښ لپاره راغلي وو له ځان سره یې بېولي دي.»
طالبانو سه شنبه د لیندۍ پر ۲۹ نېټه اعلان وکړ چې ټول ښوونیز مرکزونو تر بلې خبرتیا پورې د نجونو لپاره تړلي دي.
له دې مخکې د طالبانو له منځه څلورو خبرو سرچینو آمو ته تایید کړې وه چې د دغې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده د خپلې کابینې له یو شمېر غړو سره پرېکړه کړې چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازې وتړي.
دغو سرچینو چې ټول د طالبانو د ادارې لوړپوړي چارواکي دي آمو ته یې ویلي، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، قاضي القضات شیخ عبدالحکیم، د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي د طالبانو رییسالوزرا ملاحسن اخوند د نجونو پرمخ د پوهنتونونو پر تړلو ټینګار کړی دی.
د طالبانو دغې پرېکړې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه پارولي دي.
په ترټولو تازه مورد کې د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپایي ټولنې له استازي سره د طالبانو وروستۍ پرېکړه په کلکه وغندله او وې ویل چې دا کار به له طالبانو سره د هغوی د هېوادونو د تعامل پر څرنګوالي اغېزه ولري.
دغو هېوادونو همداراز د یوې ګډې بیانیې په خپرولو ویلي چې د افغان مېرمنو ترڅنګ درېدلي دي.