افغانستان

زابل کې د یوه لوی کانال د رغولو کار پیل شو

د زابل د مرکز کلات سویل ختيځ لور سيجان سيمه کې د جورغې په نوم په دغه کانال کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د جورغې کانال چې له ترنګ سیند څخه سرچينه اخلي له شپاړسو کليو تېرېږي او سلګونه هکټاره ځمکه به خړوبه کړي.

ددې سيمې اوسېدونکي د دغه کانال د چارو په پيل خوښي څرګندوي او وايې چې د چارو په بشپړېدو سره به يې د اوبو ستونزه حل او حاصلات به يې د نورو کلونو په پرتله څو برابره شي.

دغه اوسېدونکي له یو ان اچ سي آر موسسې څخه مننه کوي چې ددې کانال د جوړولو کار یې پیل کړي او د سیمې سلګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د سيمې اوسېدونکی فدا محمد وايې چې له کابو لسو کلونو راهيسي د دغه کانال د رغولو چارې همداسي پاتې وې او د سيمې خلکو یې د رغولو وس نه درلود.

هغه زياتوي: «دغه کانال زموږ د سيمې لپاره ډېر ګټور دی، د دې کانال په مټ به کابو اوولس کليو ته په مستقيم ډول ګټه ورسېږي، زموږ ځمکی او بڼونه ورسره خړوب شي.

نوموړی وايي چې ددغه کانال په رغولو کې د سیمې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سیجان کلي اوسېدونکی نصيب الله وايې چې د جورغې کانال له کلونو راهيسې همداسې ویجاړ و او کله به چې د ترنګ سیند اوبه زياتې شوې زموږ ابادي ځمکې به يې تخريبولې.

نصيب الله زياتوي: «د جورغې کانال له څو کلونو راهيسي همداسي ویجاړ و او موږ يې د پاکولو وس نه درلود خو اوس یو نړیوالې موسسې دا کار پيل کړ چې په دې سره به زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبې شي.»

له بلې خوا، د دغه کانال انجینر عبدالعزيز صراح وايې چې د شپږ کیلومترو په اوږدوالي ددې کانال د رغولو په کار کې به څلور سوه تنو ته د کار زمینه برابره شي.

صراح زياتوي: «ددغه کانال مالي لګښت د يو ان اچ سي آر موسسې له لورې ورکړل شوی او د اکرو موسسې له لوري عملي کېږي.»

له بلې خوا، د ترنګ سيندیزې حوزې لپاره د طالبانو رييس مولوي عبدالکریم ذوالفقار بيا وايي چې د دوی په هڅو ددغه کانال چارې د يو ان اچ سي آر موسسې له لوري پيل شوې او د سیمې ۴۰۰ تنو د کار زمینه برابره شوې ده.

ذوالفقار وايې چې ددغه کانال یوه برخه منظوره شوې او د رغولو چاري يې پيل شوې چې پر مهال يې شپاړسو کليو ته په مستقيم ډول ګټه رسېږي.

د يادولو وړ ده چې د جورغې کانال له ترنګ سيند څخه سرچينه اخلي او د کلات سویل لوېديځ لوري ته د ازارتک تر سيمي رسېږي او پر مهال به يې په دغه سيمه کې کابو څلور زره او ۵۰۰ کورنيو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه ورسېږي.