افغانستان

اندراب کې د طالبانو له خوا د مقاومت جبهې درې قوماندانان نیول شوي دي

بغلان کې سرچینې آمو ته وایي چې په شهشان دره کې د مقاومت جبهې پر ځواکونو د طالب جنګیالیو په برید کې د دغې جبهې یو غړی وژل شوی او د درېیو قوماندانانو په ګډون ۱۳ تنه نیول شوي دي.

اندراب کې د مقاومت جبهې یو قوماندان د دغه خبر په تایید سره وایي چې طالبانو یکشنبه شپه ۱۰:۴۵ بجې د اندراب د ده‌صلاح ولسوالۍ اړوند د شهشان درې په سرخک سیمه کې د مقاومت جبهې پر یوه مرکز برید کړی دی.

په دغه برید کې د درېیو قوماندانانو سنجر اندرابي، بابه او مامور نورزاد په ګډون د مقاومت جبهې ۱۳ ځواکونه د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

په مقاومت جبهه کې دغه قوماندان وایي چې دا پېښه د جبهې د ځواکونو ترمنځ د طالبانو د نفوذي کس یا کسانو په پلانولو سره شوې ده.

نیول شوي قوماندانان څوک دي؟

د طالبانو له خوا دغه نیول شوي قوماندانان د نظام له سقوط مخکې د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي وو. هغوی د نظام له سقوط وروسته له مقاومت جبهې سره یو ځای شول.

سنجر اندرابي د جمهوریت نظام د ملی امنیت د عمومی ریاست ډګروال و. هغه د نظام له پرځېدو مخکې د بغلان ولایت د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې قوماندان و.

بابه اندرابی د مقاومت جبهې یو بل قوماندان چې د طالبانو له خوا نیول شوی، هغه هم د جمهوریت نظام د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی و. هغه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې د پولیسو قوماندان و.

یو بل له دغو قوماندانانو مامور نورزاد د ملی دفاع وزارت له مخکینیو افسرانو و چې د جمهوریت له پرځېدو مخکې یې په جوزجان ولایت کې د ملي پوځ د ټولي د کنډک مشري پر غاړه لرله.

وموغوښتل په دې اړه د مقاومت جبهې رسمی لیدلوری ولرو، خو صبغت‌الله احمدي د آمو خبریال اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي هم په دې تړاو د آمو اړیکې ته ځواب ورنه‌کړ.

اندراب او مقاومت

اندراب دره کې د بغلان ولایت بنو، ده‌صلاح او پل حصار درې ولسوالۍ شاملې دي. دغه دره د پنجشېر ولایت او د بغلان د خوست و فرنګ ولسوالیو ترڅنګ ده؛ دا سیمې چې د دویم ځل لپاره د طالبانو پروړاندې د مقاومت پر سنګر بدلې شوې دي.

د تېر کال د زمري پر ۲۴ د جمهوریت نظام له سقوط وروسته او د طالبانو په واکمنېدو سره اندراب د پنجشېر ترڅنګ د طالبانو پروړاندې د مقاومت جبهې ځواکونو پر یوه مهم مرکز بدل شوی دی.

د مقاومت جبهې ځواکونو د تېر کال د زمري پر ۳۰ نېټه د اندراب درې ولسوالۍ د طالبانو له منګولو وایستلې، خو دغه ولسوالۍ بېرته د طالبانو له خوا ونیول شوې.

رسنیو تر یوه کال په زیاته موده کې د اندراب په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د پرله‌پسې نښتو خبر ورکړی دی. دا نښتې د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب او د پوځ تر لوی دستیز فصیح‌الدین پورې ورسېدې.

په تېر یوه کال کې طالبانو د اندراب له ولسوالیو ۷۰ کورنۍ چې ډېری یې د ده‌صلاح ولسوالۍ دي، له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په جبري توګه کډه کړې او ۶۶ تنه ملکي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي وژلي دي.

د مقاومت جبهې دغه درې قوماندانان په داسې حال کې د طالبانو له خوا نیول کېږي چې په وږي میاشت کې پنجشېر کې د مقاومت جبهې درې قوماندانان د طالبانو له خوا له نیول کېدو وورسته ووژل شول. له هغې وروسته د تلې په میاشت کې بدخشان کې هم د مقاومت جبهې دوه نور قوماندانان وژل شوي دي.