افغانستان

بدخشان کې د یوه کور د چت د رالوېدو له امله ۶ تنه مړه شول

بدخشان د هېواد غرنیز ولایت او له سړو سیمو څخه دی چې د ژمي په موسم کې یې اوسېدونکي د ورښتونو او سړې هوا له امله له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

په ترټولو تازه مورد کې د دغه ولایت د مای‌مي ولسوالۍ په زنیف کلي کې د پرله‌پسې ورښتونو او واورو له امله د یوې کورنۍ ۶ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د مای‌مي ولسوالۍ اوسېدونکی ګل احمد وایي: «د ژمي په موسم کې واوره زیاته وي او هغه کورونه چې په پاخه ډول نه دي جوړ شوي، ړنګېږي.»

نوموړی په دوام کې هغو ستونزو ته اشاره کوي چې د هوا له سړېدو سره زیاتېږي او د بدخشان په ولسوالیو کې د خلکو ژوند له بېلابېلو کړاوونو سره مخ کوي.

د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ لارو تړل کېدل، په ژمي موسم کې د بدخشان د خلکو له ترټولو سختو ستونزو څخه ده.

د مای‌مي یو بل اوسېدونکی کریم احمد وایي: «د دغه کور د چت د راغورځېدو په پېښه کې ښځې او ماشومان هم مړه شوي دي.»

دوه ماشومان، دوې ښځې او دوه نارینه چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، په دې پېښه کې ووژل شول.

په همدې حال کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د بدخشان لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد اکرم اکبري وایي چې دغه پېښه د شپې ۸ بجې شاوخوا د دغې ولسوالۍ په زنیف کلي کې شوې او ټپیان روغتون ته لېږدول او مړي له خاورو ایستل شوي دي.

هر کال بدخشان کې د واورې ورېدل د دغه ولایت د ۱۲ ولسواليو د لارو د تړل کېدلو لامل ګرځي او له دغه بندېدو سره د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کېږي. همداراز د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې د واورې ورېدل، د سړکونو خرابوالی او سختې لارې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو او خلکو ته د تلفاتو د اوښتو لامل کېږي.