روغتیا

په تېرو دوه کلونو کې په ختیځو ولایتونو کې د اېډز۲۰۰  پېښې ثبت شوې دي

د هېواد په ختیځ کې پر اېډز د اخته کسانو د تشخیص مرکزونه ډېر شوي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پر دې ناروغۍ شکمن کسان پکې نوملیکنه کوي او د خپلې ناروغۍ تشخیص پکې کوي.

د ننګرهار روغتیایي چارواکي وایي، چې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې په ختیځ کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر اېډز د اخته ناروغانو ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

ننګرهار کې د ساري ناروغیو د کنترول مسوول ډاکتر عبدالرشید وفا وایي، په دغه شمېر اخته ناروغانو کې  ۱۰۷ يې نارینه او ۸۳ نورې میرمنې دي.

ډاکتر وفا زیاتوي، چې په دغو ناروغانو کې یوولس یې ماشومان دي

نوموړی د دې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه څه نه وایي، خو زیاتوي، چې د تېر په پرتله په ختیځ کې د اېډز ناروغۍ د پېښو د تشخیص مرکزونه زیات شوي او له همدې امله د هېواد له ګڼو ولایتونو پر دې ناروغۍ اخته شکمن ناروغان ورسره نوملیکنه کوي.

نوموړی زیاتوي: «له ۲۰۲۱  کال راهیسې پر ایډز ناروغۍ اخته ۲۰۰  ناروغانو له موږ سره نومونه لیکلي او ثابته شوې چې دوی پر اېډز اخته دي. په دوی کې ۸۳ ښځې ۱۰۷ نارینه او ۱۱ ماشومان دي، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.»

ننګرهار کې د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول ډاکتر عبدالرشید وفا وایي، اخته کسان یوازې د ختیځ نه، بلکې د هېواد د ډېرو نورو ولایتونو اوسېدونکي په کې شامل دي.

بل لوري ته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو مرستیال مولوي عطاالرحمن فاتح وایي، د پخوا په پرتله د اېډز ناروغۍ د مخنیوي او خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې روغتیایي خدمات ډېر شوي دي.

نوموړی زیاتوي، همدا لامل دی، چې پر دې ناروغۍ اخته کسان د هویت د پټ ساتلو په شرط مرکزونو ته مراجعه کوي.

اېډز څنګه پيدا کېږي او خلک یې څه ډول بولي؟

په افغانستان کې ډېری وګړی په دې اند دي، چې  ایډز یوازې د ناوړه جنسي اړیکو له لارې له ناروغ کس څخه روغ ته لېږدول کېږي او له همدې امله دا ډول ناروغان په ټولنه کې په ښه نوم نه يادېږي او پټ ګرځي.

ډاکتر ذبیح الله نادري په دې اړه وایي: «افغانستان کې د ایډز له ناروغانو سره په ټولنه کې ښه چلند نه کېږي، خلک فکر کوي، چې ښایي ناروغ شخص د نامشروع اړیکو له لارې پر ایډز اخته شوی وي، خو نور لاملونه هم دي چې روغ کس پر دغې ناروغۍ اخته کولای شي. د اخته کس وینه د روغ انسان د وینې جریان ته داخلېږي او دغه وېروس ور سره لېږدوي.»

نوموړی زیاتوي، د استعمال شویو پېچکاریو، د پاکي په وسیله د ویښتانو خرېیلو، د غاښونو ډاکټرانو د نه تعقیم شویو وسایلو او داسې نورو لارو د دې مکروب د لېږدولو امکان شته.

له بلې خوا، عام خلک په دې برخه کې ځانونه ځکه ګرم نه بولي، چې وایي دوی ته په دې برخه کې عامه پوهاوی نه دی ورکړ شوی.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، مسوولین باید په دې تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو خلک له ناروغانو سره ناسم چلند ونه کړي او دغه راز د دې ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې عملي کړي.

 روغتیاپالان وایي، نامشروع جنسي اړیکې، له یوې پاکي د خریلو له پاره ګډه استفاده، د غاښ اېستلو کارول شویو وسایلو استعمال او پر ایډز د اخته مور د شېدو ورکولو له لارې روغو کسانو ته د اېډز د لېږدېدو امکان شته.

د وروستیو راپورونو له مخې، د اېډز له را پيدا کېدو او تشخیص وروسته په ټوله نړۍ کې شاوخوا  ۷۸ میلیونه وګړي په دغې ناروغۍ اخته شوي او ۳۵ میلیونه یې تراوسه وژلي دي.

 له همدې امله هرکال د دسمبر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د اېډز په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه پر اېډز د اخته ناروغانو نظر هم ترلاسه کړو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

د دوی وېره دا وه، چې خلک په سپکه سترګه ورته ګوري او که یې خپلوان خبر شي نو دوی به په ټولنه کې ژوند ونه شي کولای.