په نیمروز ولایت کې بېځایه شوي د دوی وضعیت ته د طالبانو ادارې له بې پامۍ شکایت کوي.
دوی وایي چې په تېر یوه کال کې، د طالبانو ادارې په تېره بیا د دې ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د بېځایه شویو وضعیت ته هېڅ پام نه دی کړی.
دغه بېځایه شوي چې شمېر یې ۵۰ کورنیو ته رسېږي، څه د پاسه یو کال کېږي چې د زرنج ښار شاوخوا تر خېمو لاندې ژوند کوي او روغتیايي خدماتو، زده کړو، بشري مرستو، خوراکي توکو او سرپناه ته لاسرسی نه لري.
ماشومان د یوې نمړۍ ډوډۍ د نشتوالي له امله ژاړي
په دې سیمه کې د بېځایه شویو استازی ۶۵ کلن دولت محمد چې له کندوز ولایت څخه نیمروز ته کډه شوی، د آمو خبریال ته وایي: «یو نیم کال مخکې د جګړو له امله زموږ کورونه وران شول او نیمروز ولایت ته مو کډه راوکړه.»
هغه د لوړ عمر خاوند او د لس کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابرونکی دی. جګړې، بې وزلۍ، وزګارۍ او لوږې لسګونه تنه نور له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی چې فکر کاوه په نیمروز کې کار شته، خپل کورونه یې پرېښي خو کله چې دلته راغلل، وضعیت یې لاخراب شو.
دولت محمد وایي: «یو کال کېږي چې پر سړک پراته یو ډوډۍ، اوبه او جامې نه لرو. معیوبان، یتیمان او کونډې لرو. ماشومان مو د ژمي په یخنۍ کې ناروغان دي، دوی له دې امله چې یوه نمړۍ ډوډۍ نه لري، ژاړي. ډېرې شپې کېږي چې په وږې ګېډه تر یوه زاړه ټوکر لاندې بیده کېږو او دولت (د طالبانو اداره) موږ ته پام نه کوي. د موسسو له خوا هم یوازې یو ځل کوچنۍ مرسته راسره شوې ده.»
د هغه په وینا، په دې سیمه کې دوولس کورنۍ ترخېمو لاندې ژوند کوي، هره کورنۍ شپږ تر لس تنه غړي لري چې یوازې دوې شړۍ لري. ډېری ماشومان د یخنۍ له امله ناروغان دي او صحي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
وايي: تاسو د خېمو اوسېدونکي یاست
دېرش کلنه فاطمه په داسې حال کې چې ناروغ ماشوم یې په غېږ کې نیول وایي چې یو کال مخکې له خپلې کورنۍ سره د لوږې له امله نیمروز ته بېځایه شوې. خاوند یې کله توکي پلوري چې په پیسو یې وچه ډوډي وپېري او ځینې ورځې د ډوډۍ پیسې نه شي پیدا کولای.
هغه په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه لري، زیاتوي: «موږ پينځه تنه له یوې بړستنې ګټه اخلو. دوه تنه له بړستنې پرته بيده کېږو. درې ماشومان مې د ژمي په یخنۍ کې ناروغان شوي دي. د درملو د پېرلو وس نه لرم. ماشومان مې زده کړو ته لاسرسی نه لري. دولتي روغتون ته د درملنې لپاره ورغلو، زه یې وایستلم او درمل یې رانه کړل، ځکه وایي: تاسو د خېمو اوسېدونکي یاست.»
فاطمه زیاتوي: «ددغو کورنیو نارینه د اړتیاوو د برابرولو لپاره بوټان ګنډي، توکي او یا سبزي پلوري، ځینې هم کارګري کوي. ډېری کورنۍ په دسترخوان کې یوازې یوه ډوډۍ لري چې نه پرې مړېږي.»
هغه ماشومان چې یوازې اوبه او ډوډي خوري
یوه معیوبه مور عبادت چې شپږ میاشتې مخکې یې پښه زیانمنه شوې، د آمو خبریال ته وایي چې د دولتي روغتون ډاکترانو د هغې د درملنې لپاره دېرش زره افغانۍ ترې غوښتې؛ خو نوموړې یې د ورکولو وس نه لري.
د عبادت ماشومان، د یوې وچې ډوډۍ ترڅنګ راټول شوي چې ترڅنګ یې یو ګیلاس اوبه هم دي. دوی وچه ډوډۍ په اوبو کې لمدوي او دا یې د یو وخت ډوډۍ ده.
عبادت وايي: «هره ورځ د خلکو وچه ډوډۍ چې کڅوړو کې ساتل کېږي، پېرو، کله د یوې ټوټې ډوډۍ لپاره له سهاره تر ماښامه ژاړي.»
د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې توپیري چلند
شیبا د دوو ماشومانو مور ده چې هغه او ماشومان یې ناروغان دي، هغه د نیمروز اوسېدونکو ته د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې له توپيري چلنده شکایت لري.
نوموړی وایي: «ما د خپلې کرایې پیسې پور کړې او د درملنې لپاره د رزنج دولتي روغتون ته ولاړم؛ خو بېرته راوایستم او درمل یې رانه کړل؛ ځکه موږ غریبو خلکو ته څوک پام نه کوي. آن شتمنو ته د مرستو کارتونه ورکول کېږي؛ خو له هغو کسانو سره چې تر خېمو لاندې ژوند کوي، مرسته نه کوي.»
شیبا چې خاوند یې رومي بانجان پلوري زیاتوي: «که کار وکړي، د ډوډۍ پیسې پيدا کوي او کله هغه هم نه پيدا کېږي.ِ»
موړ د وږي له حاله څه خبر دی
شیما د پنځو ماشومانو مور ده. هغه وایي، خاوند یې چې په نشه روږدی دی پنځه کاله مخکې ورک شوی او د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په موخه دروېزه کوي.
د هغې په وینا، له هغه وخته چې طالبانو دروېزه منع کړې، بې وزلي او لوږه یې زیاته شوې ده.
شیما وایي: «طالبانو زموږ کار خراب کړ، مرسته نه راکوي، د ماشومانو ګېډې مې څه ډول مړې کړم؟ که څه هم د خلکو په کورونو کې کار کوم؛ خو کار نه پيدا کېږي. موړ د وږي له حاله څه خبر دی؛ آسمان لوړ او ځمکه سخته ده، موږ له کوم ځایه ډوډۍ پیدا کړو او وې خورو.»
د خیمې ژوند د دوی د ژوند بڼه ده
د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس صدیق الله نصرت د خېمو د اوسېدونکو د شکایت په اړه وایي: «هغه کسان چې په نیمروز کې تر خېمو لاندې ژوند کوي، د ژوند بڼه یې همدا ده. دا خلک له کلونو راهیسې په همدې بڼه په زرنج کې اوسېدلې او دوی بېځایه شوي نه بلل کېږي.»
نوموړي روغتیايي خدماتو او زده کړو ته د بېځایه شویو د نه لاسرسي په اړه د امو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «دوی کولای شي له روغتیايي او ښوونیزو خدماتو برخمن شي. د ښوونځیو دروازې یې پرمخ پرانیستې دي او کولای شي ماشومان پکې شامل کړي.»
د نیمروز د کډوالو چارو رییس وایي: «موږ سروې کړې، په نیمروز کې مو بېځایه شوي نه دي موندلي او دوی هم تراوسه د کډوالو چارو ریاست ته عریضه نه دي وروړې چې بېځایه شوي او مرستو ته اړتیا لري. د موسسو په تګلاره کې د هغو کسانو لپاره چې له نورو ولایتونو راغلي وي، مرستې ورکول کېږي. د کډوالو چارو ریاست له موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي چې تر خېمو لاندې کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدي مرستې وشي.»
نیمروز د هېواد سرحدي ولایت دی چې د هېواد د ۳۳ ولایتونو د یو شمېر خلکو کوربه وي.
خلک ایران ته د کډوال کېدو په موخه د ورېښمو له پولې په قاچاقي او ناقانونه توګه ایران ته ځي، خو ځینې چې قاچاق کوونکو ته د پیسو ورکولو وس نه لري، په نیمروز کې بې سرپناه پاتې کېږي.