افغانستان

طالبانو د پکتیکا ولایت په شرنې ښار کې درې تنه په دُرو ووهل

په پکتیکا کې د طالبانو د والي ویاند ثناءالله معصوم تایید کړې چې درې تنه یې دوشنبې د لیندۍ په اوومه د غلا په تور د خلکو په مخکې د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې د سولې په پارک کې په دُرو ووهل.

له پکتیکا ولایت څخه یوه سرچینه آمو ټلویزیون ته وايي چې طالبانو لسګونه ځایي اوسېدونکي د کسانو په مترکو وهلو د لیدلو لپاره راټول کړي وو، خو رسنیو ته یې د عکس اخیستو او خپرولو اجازه ور نه کړه.

دا سرچینه همداراز زیاتوي چې دا کسان د غلا په جرم نیول شوي او د طالبانو د محکمې د حکم پربنسټ باید له اتو میاشتو تر شپږو کلونو بند تېر کړي او هر یو یې ۳۹ ‌دُرې وواهه.

دغه ځوانان په داسې حال کې د خلکو په مخکې په دُرو ووهل شول چې څه موده مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده ددغې ډلې قاضیانو ته حکم وکړ چې پر خلکو احکام او قصاص عملي کړي.

له دې حکم وروسته، د خلکو په مخکې د نجونو او هلکانو په متروکو وهلو په ګډون د سزا او تاوتریخوالي ترسره کول زیات شوي او یوازې په تېرو شلو ورځو کې طالبانو ۲۹ ښځې او نارینه په تخار، بامیان او لوګر ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.