د بغلان ولایت له مرکز پلخمري ښار څخه سرچینې له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو مهم غړي یونس مخلص، په دې ښار کې د نساجۍ شرکت کابو درې جریبه ځمکه غصب کړې او ودانۍ پکې جوړوي.
د پلخمري ښار پنځه اوسېدونکي ددې په تاییدولو سره چې په دغه سیمه کې ودانیز کارونه روان دي، وايي چې دا ځمکه له دې مخکې شنه ساحه وه او ماشومانو پکې والیبال کاوه.
هغه ویډیويي پيغامونه چې آمو ټلویزیون ته رسېدلي، د دې ښودنه کوي چې په دې سیمه کې رغنیز کارونه روان دي.
د پلخمري ښار یو اوسېدونکی وايي دا ځمکه شنه ساحه وه او له دې مخکې د هېچا له په تصرف کې نه وه.
هغه زیاتوي: «دا شنه ساحه وه او تراوسه هېڅ زورواکه نه و غوښتي چې هغه ونیسي؛ خو اوس دا ځمکه غصب شوې ده.»
د پلخمري د نساجۍ سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: «له دې مخکې په هغه کور کې چې دا شنه ساحه یې اړوند کېږي، د جمهوري نظام یو کارکوونکی اوسېده؛ خو نوموړي له دې سیمې شخصي استفاده ونه کړه.»
یو بل اوسېدونکی وایي چې دا درې جریبه ځمکه، د نساجۍ ملکیت دی او له دې مخکې یې چا ته د ملکیت سند نه دی ورکړ شوی.
هغه زیاته کړه: «دا ځمکه د نساجۍ ملکیت دی او چا ته یې د مالکیت اسناد نه دي ورکړل شوي، دا دولتي ملکیت دی چې طالبانو غصب کړی، ملا یونس مخلص پلان لري چې په دې ځای کې ودانۍ جوړه کړي، کار یې په چټکۍ سره روان دی.»
په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مصطفی هاشمي، د پلخمري نساجۍ شرکت رییس محمد اکبر انیس وايي چې طالبانو له واکمنۍ وروسته، د نساجۍ اړوند ځمکې نه دي «غصب» شوې.
نوموړی په دوام کې وایي: «هغه ځای چې تاسو ورته اشاره کړې، په اجاره ورکړ شوی چې اسناد یې تر کار لاندې دي.»
هغه آمو ته د دې سیمې د تحویلي اسنادو د ښودلو د غوښتنې په ځواب کې وویل: «دولتي اسناد څوک رسنۍ ته نه ښيي، اړین هم نه دي.»
حقوق پوه سبحان الله مصباح په دې اړه وايي: «دا درې جریبه ځمکه د بغلان نساجي شرکت اړوند او شنه ساحه ټاکل شوې، د طالبانو ډلې د یوه غړي له خوا یې نیول یا اجاره ورکول، په بشپړ ډول له قانونه سرغړونه او د ملکیت غصب ګڼل کېږي، باید له سرغړونکي سره د قوانینو پربنسټ چلند وشي او نوموړی تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راشي.»
له بلې خوا، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي سیمې دوه اوسېدونکي چې د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې نه غواړي نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وایي چې د روان کال د تلې په میاشت کې ۶۱ کورونه په کیله ګي سیمه کې په دې پلمه چې غصب شوې سیمه ده، د طالبانو له خوا تخریب شوي دي.
د کیله ګي سیمې یو بل اوسېدونکی وايي چې په دې سیمه کې دا کورونه له مخکیني خبرولو پرته د دغې ډلې د غړو له خوا وران شوي دي.
هغه په دوام کې وویل: «د خلکو کورونه په دې سیمه کې وران شوي اویا لکه افغانۍ یې پر جوړولو لګول شوي وو. مجبور شوو او د خلکو په استازیتوب لس تنه والي ته ورغلو، والي وویل هېڅ خبر نه لرم.ِ»
خو د طالبانو ادارې له دې مخکې په خبرپاڼو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ځینو غصب شویو سیمو د آزادولو خبر ورکړی و.
د روان کال د وږي په څوارلسمه، په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې ښاروالۍ، د کابل شمال لارې د بیارغونې په موخه تر خیرخانې کوتل پورې د سرای شمالي سړک ترڅنګ کورونو د تخریب خبر ورکړی و. د هغو شمېرو له مخې چې په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ له رسنیو سره شریکې کړې، دغه بنسټ پر دې لاره ۱۵۰ کورونه تخریب کړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې د لړم په ۲۴مه آمو ټلویزیون یو راپور خپور کړ چې د پلخمري نساجۍ شرکت کارکوونکو په بغلان کې د طالبانو د ښاروالۍ له خوا د شنې ساحې د غصب په پلمه د ۶۰ کورونو له تخریبه شکایت درلود.