د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې زرګونه ماشومان له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې او له بېوزلۍ یې درنو پېټو ته غاړه ايښې ده.
له دوی څخه یو لس کلن امجد دی، چې د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې په درنو کارونو بوخت دی.
هغه له آمو سره د خپل زړه حال شریکوي او وایي: «سهار وختي راځم که څه هم راته سخته ده، کوچنی یم کله چې ستړی شم، بیا هم اړ یم کار خلاص کړم مجبوري ده که د پلار لاسنیوی ونکړم نه کېږي.»
کوچنی امجد د ښوونځي ارمانجن دی او وایي، د کورنۍ بد حالت او دا درانه کارونه یې د ښوونځي پر وړاندې لوی خنډ دی.
هغه زیاتوي، لویه هیله یې دا ده چې د کورنۍ لاسنیوی یې وشي او هغه ښوونځي ته ولاړ شي ترڅو په راتلونکي کې ډاکتر شي.
امجد زیاتوي: «زه هم هیلې لرم، لویه هیله او ارمان مې دا دی، چې کورنۍ مې ښه شي او لاسنیوی یې وشي له دې درنو کارونو وژغورل شو، زه درس ووایم او بیا په راتلونکي کې یو ښه ډاکتر شم.»
دا ماشومان ولې په دې کم عمر د خپلو پلرونو ترڅنګ درانه کارونه کوي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د لس کلن امجد ورور شفیق الله وایي: «زه چې کله کور ته ځم او پلار سره کینم نو حیران یو څه وکړو د وطن وضعیت مو ځوروي، اړ یو که خدای مکړه دا بټۍ او کار پرېږدو څه به کوو داسې نه چې له لوږې مړه شو، بې وزلۍ دغه سخت کار ته اړ کړي یو.»
هغه وایي که واکمن مشران د دوی پوښتنه وکړي او کورنیو ته یې د لومړنیو اړتیاوو لپاره یو څه په لاس ورکړي ښايي دوی هم خپلو هیلو ته ورسېږي او ښوونځي ته ولاړ شي.
شفیق الله وايي، دی هم د ښوونځي د لوست هیله لري، همزولي وینې خو هغه نشي کولی د دوی ترڅنګ کتابونه ترڅنګ له دوی سره ښوونځي ته ولاړ شي.
د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې د امجد او شفیق الله ترڅنګ په سلګونه نور ماشومان هم د همدې ناخوالو قرباني دي، دا درانه پېټې پر غاړه وړي او له ښوونځي بې برخې دي.
د کورنۍ مشران یې وایي چې په دې سیمه کې سلګونه آن زرګونه کورنۍ له همدې حالته ځورېږي او د خپلو پورونو د پرېکولو لپاره اړ دي د خښتو په بټیو کې سخت کار وکړي.
د نظر خاوندان وایي، په داسې حال کې چې ماشومان د هر هېواد راتلونکی جوړوی، خو له بده مرغه زموږ دا ماشومان به په راتلونکي کې پر ټولنه بار وي. دوی له طالبانو غواړي چې په درنو کارونو بوخت ماشومان له دې حالته وژغوري او د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.