Uncategorized @ps افغانستان

ننګرهار کې یوه خصوصي مرکز یتیمو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

ننګرهار کې د عزت آرت په نوم خصوصي هنري مرکز له سلو ډېرو یتمیو ماشومانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغه مرکز مشر عزت الله عزت له آمو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال ورسره په دې روزنیز مرکز کې شاوخوا ۷۰ یتیمې نجونې او له ۴۰ زیات یتیم هلکان په زده کړو بوخت دي.

عزت وایي دا شمېر یتیمو ماشومانو ته په رسامۍ، خطاطۍ، انګلیسي او دیني برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي: «ما هوډ کړی چې تر خپلې وسې به د بېوزلو هېوادوالو لاسنیوی کوم، همدا مې تر وسه ده، نور د ځای د کمښت له امله د شاګردانو د جذب توان نه لرم، خو سره له دې بیا هم یتیم ماشومان راځي او ځوابولی یې نشم.»

هغه دغه راز زیاتوي، چې که ورسره مرسته وشي، خپل خدمات به لاپراخ کړي او غوښتنه کوي، چې که په هر مسلک کې خلک د یتیمو ماشومانو د روزنې لپاره هڅې وکړي هېڅ یو دا ماشوم به بې زده کړو پاتې نه شي.

عزت زیاتوي: «ډېری کورنۍ دلته راځي چې د پیسو د ورکړې وس نه لري نو موږ دا زمینه ورته برابره کړې ځکه ټولنه پر موږ حق لري ځکه دا ماشومان پلرونه نه لري او د مرستې وړ دي.»

ملیحه او صباح هغه یتیمې نجونې دي، چې په دغه روزنیز مرکز کې زده کړه کوي.

دوی وایي، ډېرې هیلې لري، خو په دې فکر کې دي، چې د پلار په نشتون کې به څه ډول خپلو هېلو ته ورسېږي.

ملیحه وایي: «ما اوس انګلیسي، خطاطي او رسامي تر یوه بریده زده کړې، خوشحاله یم که دا ځای نه وای ښايي زه به نالوستې پاتې شوې وم.»

صباح دغه راز زیاتوي: «زما پلار نشته، ددې وس مې نه درلود چې د زده کړو لپاره پيسې ورکړم، دلته راغلم اوس مې ډېر څه زده کړي دي.»

فرزاد بیا هیله لري، چې له دې ځایه له فراغت وروسته د بې وزله ماشومانو لاسنیوی وکړي.

هغه زیاتوي: «زه یم د اقتصادي ستونزو له امله له زده کړو پاتې وم، کله چې له ډې ځایه خبر شوم راغلم او اوس پکې زده کړه کوم، له ټولو پانګوالو هیله لرم چې زما په څېر یتیمانو سره مرستې وکړي که نه دوی اړ دي خیرات را ټول کړي او یا چې لوېېږي نورو ناسمو کارونو ته مخه کوي.»

ښايي دا د یتیمو ماشومانو د روزنې لپاره لومړنی او يا هم وروستی ځای نه وي، چې فعالیت کوي؛ خو ځوانان په دې باور دي که د هر مسلک لاروی دا ډول اقدام وکړي ښايي د ټولنې راتلونکی مو روښانه وي.

د نظر خاوندان وایي، که طالبان هم دې ټکي ته پام وکړي ښایي په راتلونکي کې زموږ ګڼ شمېر بې سرپرسته ماشومان د سواد له نعمته برخمن شي، ځکه د دوی په خبره همدا ماشومان د راتلونکي لویان دي او که سم ونه روزل شي ښایي د ټولنې بار او یا ستونزې ورته جوړې کړي.