Uncategorized @ps

د اسلامي همکارۍ سازمان په افغانستان کې د فعال حضور په لټه کې دی

د اسلامي همکارۍ سازمان، تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د ترکیې، اندونیزیا، سعودي عربستان، قطر، پاکستان، اروپايي ټولنې او ملګروملتونو سازمان د استازو په شتون سره په رسمي توګه خپل دفتر پرانیست.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې له همدې امله خپره شوې ویلي چې په افغانستان کې د دې دفتر د جوړولو موخه، د افغانستان په هکله د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده ناستې د پرېکړو عملي کول دي.

ددې خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې له امیرخان متقي سره د دې سازمان د مرستیال په کتنه کې، د اسلامي همکارۍ سازمان له خوا په افغانستان کې د نړیوال پوهنتون د جوړېدو او د ۲۰۲۴ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د پلازمیني په توګه د کابل د ټاکلو بهیر په د پیلولو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان همداراز نیت لري چې ډېر ژر ددې سازمان له لارې افغانانو ته بشردوستانه مرستې پيل شي.

ددې دفتر پرانیستل له طالبانو سره د یوه تعامل تر حده دي

له بلې خوا، د کابل د علماوو شورا رییس عبدالقادر قانت په کابل کې د اسلامي همکارۍ سازمان دفتر د پرانیستو په اړه د آمو خبریال ته وایي چې ددې دفتر پرانیستل له امارت (د طالبانو اداره) د تعامل تر حده دي.

نوموړي دې ته دې په اشارې سره چې دا یو مثبت ګام دی چې پورته شوی زیاتوي: «په دې هیله چې امارت (د طالبانو اداره) د نړۍ په تېره بیا اسلامي هېوادونو غوښتنه ومني، ترڅو له اسلامي او نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې یوه نېکه او ښه رابطه شي.»

هغه د اسلامي هېوادونو له خوا د طالبانو ادارې په رسمیت نه پېژندلو موضوع ته په اشارې سره زیاته کړه: «تراوسه اسلامي هېوادونه هم د نورو هېوادونو په شان له امارت (طالبانو اداره) سره تعامل ولري او دا تعامل د افغانستان د خلکو په ګټه دی. که دا تعامل نه وي، خلک ډېر زیانمنېږي او د یوه ټولګډونه او هراړخیز حکومت جوړول، د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د اسلامي هېوادونو شرط دی.»

د اسلامي همکارۍ سازمان

د اسلامي کنفرانس سازمان ۵۶ غړي لري چې له جغرافیايي پلوه په درېیو اسیايي، افریقايي او عربي برخو وېشل شوي او دوولس اسیايي هېوادونه یې غړي دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC)، له ملګروملتونو سازمان وروسته دوهم نړیوال سازمان دی چې د ۵۷ هېوادونو په غړیتوب د مسلمانو هېوادونو لپاره د همکارۍ د پراختیا په موخه په څه د پاسه څلورو وچو کې فعالیت کوي.

دغه سازمان د تاریخي ناستې او د ۱۹۶۹ کال د سپتمبر په ۲۵مه د اقصی جومات د یوې برخې له سوځېدو وروسته د مغرب په رباط ښار کې جوړ شو. ددغه سازمان نوم په ۱۹۶۹ کال کې تر ۲۰۱۱ کال پورې د اسلامي کنفرانس سازمان و او وروسته د اسلامي همکارۍ سازمان په نوم بدل شو.

ددغه سازمان د مشرانو ناسته په هرو درېیو کلونو کې یو ځل او د یوه غړي هېواد په پلازمیني کې جوړېږي. هغه هېوادونه چې دا ناسته جوړوي، د درېيو کلونو لپاره یې مشري پرغاړه اخلي.

د افغانستان غړیتوب او په دې سازمان کې یې رول

د ۱۹۹۲ـ ۱۹۸۱ کلونو په بهیر کې، د شوروي له خوا ددې هېواد د اشغال له امله، په دې سازمان کې د افغانستان غړیتوب وځنډول شو، خو له ۱۹۹۲ کال وروسته، افغانستان یو ځل بیا په OIC کې خپل فعال حضور ته دوام ورکړ.

د یادولو وړ ده چې په ۱۳۷۵هجري لمریز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د اسلامي کنفرانس په سازمان کې ددې هېواد غړیتوب بیا هم وځنډول شو.

د ویلو ده چې څه موده مخکې د اسلامي همکارۍ سازمان، د اسلام آباد د پرېکړه لیک له مخې، د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو په موخه د بشردوستانه امانت صندوق جوړ کړی او تازه د نایجریا دولت له دې صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

اوس د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره، د لومړي ځل لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان په کابل کې خپل رسمي دفتر پرانیزي؛ په داسې حال کې چې تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.