افغانستان

کانکور کې بریالیتوب د کاج د ټپي زده‌کوونکو پر ټپ پټۍ

نن افغانستان کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې او د دغې برخلیک ټاکونکې ازموینې ګډونوالو د خپل ژوند لپاره یو مهم ګام پورته کړ.

د سږ کال کانکور ازموینه د نورو کلونو له ازموینو سره ځینې توپیرونه درلودل چې ترټولو مهم یې د کانکور د لسو غوره کسانو ترمنځ د نجونو نشتون دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې نجونو زده‌کوونکو نه یوازې د کانکور په غوره کسانو کې حضور درلود بلکې په لومړیو درېیو کسانو کې هم وې.

د کابل د کاج ښوونیز مرکز زده‌کوونکي

د تلې میاشتې پر اتمه نېټه د سهار په لومړنیو ساعتونو کې د کابل په لوېدیځ کې د کاج ښونیز مرکز نجونې او هلکان په وروستۍ امتحاني ازموینه کې د ګډون لپاره کاج ته روان شول، هېچا فکر نه کاوه چې یوازې څو ساعته وروسته به لسګونه نجونې او هلکان په وینو کې ډوب شي.

د کابل په دشت برچي سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعیان او د هزاره قوم دي په کاج ښوونیز مرکز کې چاودنه د کانکور له ازموینې څو اونۍ مخکې رامنځته شوه.

نن سهار کله چې پایلې اعلان شوې کم اټکل کېده چې د کاج ټپي زده‌کوونکی دې د سږ کال په کانکور کې وځلېږي.

فاطمه؛ د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس څانګه

فاطمه پر کاج ښوونیز مرکز د برید یوه ټپي ده چې خپله یوه سترګه یې په دغه برید کې له لاسه ورکړې ده. هغې د روان کال په کانکور کې ۳۱۳ نمرې واخیستې او د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي ته یې لار موندلې ده.

طاهره؛ د البیروني پوهنتون طب پوهنځی

طاهره پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید یوه بله ټپي ده چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې یې د ۲۹۳ نمرو په اخیستو د البیروني پوهنتون طب پوهنځي ته لار موندلې ده.

هغې په داسې حال کې چې ټپي وه په کانکور کې ګډون وکړ.

نازدانه؛ د کابل پوهنتون طبي پوهنځي

نازدانه پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید بله ټپي ده چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې یې د ۲۹۷ نمرو په اخیستو د کابل پوهنتون طبي پوهنځي ته لار موندلې ده.

هغې هم په داسې حال کې چې ښه روغتیايي وضعیت یې نه درلود او ټپي وه په ازموینه کې ګډون وکړ.

حمیدالله؛ د کابل پوهنتون طبي پوهنځی

حمیدالله پر کاج ښوونیز مرکز د برید بل ټپي دی چې د ملا په برخه کې پر سخت ټپ سربېره یې په عمومي کانکور کې ګډون وکړ.

هغه د سږ کال په کانکور ازموینه کې ۳۴۲ نمرې ترلاسه کړې او د کابل پوهنتون طبي پوهنځي ته یې لار موندلې ده.

د سږ کال په کانکور ازموینه کې سلیمان له هرات ولایت څخه د ۳۵۵.۴۲۰۴، محمد بشیر له کابل ولایت څخه د ۳۵۵.۳۲۸ او هدایت‌الله له هرات ولایت څخه د ۳۵۶ نمرو په اخیستو سره په ترتیب له لومړۍ تر درېیمې نمرې شول او خپلو زده‌کړو ته به د کابل او هرات په طب برخه کې دوام ورکړي.