افغانستان

سلیمان جیلاني له هرات څخه د ۱۴۰۱ کال د کانکور اول نمره شو

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې نن اعلان شوې او سلیمان له هرات ولایت څخه د ۳۵۵ نمرو په اخیستو د سږ کال د کانکور اول نمره شو.

د سږ کال په کانکور ازموینه کې له هرات ولایت څخه سلیمان د ۳۵۵.۴۲۰۴ نمرو په اخیستو، محمد بشیر له کابل څخه د ۳۵۵.۳۲۸ او هدایت‌الله له هرات ولایت څخه د ۳۵۴ نمرو په اخیستو سره به ترتیب د سږ کال د کانکور له لومړي تر درېیم نمرو شول او خپلو زده‌کړو ته به د کابل او هرات په طب پوهنځیو کې دوام ورکړي.

د کانکور د ازموینو پایلو پربنسټ چې د ازموینو ملي ادارې له خوا اعلان شوې، د سږ کال د کانکور لومړي لس بریالي هلکان دي او نجونې ونه‌توانېدې چې په لسو غوره کسانو کې حضور ومومي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې اړه وویل چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۰۶ زره نجونو او هلکانو ګډون کړی و چې له دې منځه کابو ۸۶ زره تنه بریالي شوي دي.

د ازموینو ملي اداره وایي چې سږ کال په پوهنتونونو او نیمه عالي موسسو کې د جذب کچه د نورو کلونو په پرتله زیاته شوې ده.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش وايي: «سږ کال په لوړو زده‌کړو کې د جذب کچه تر ۲۵ سلنې زیاته شوې ده. سږ کال تر ۸۰ زرو زیات کسان په پوهنتونونو کې جذبېږي. هغه کسان چې د خپلې خوښې څانګو ته نه دي کامیاب شوي، خو لوړې نمرې یې اخیستې دي په هغه پوهنځي کې چې موږ ظرفیت په کې درلود د هغوی له ټاکنې پرته ظرفیتونو اعلانوو.»

د ازموینو ملي اداره وایي چې د کانکور ازموینې ټول بهیر له پيله څخه د پایلو تر اعلان پورې یوه میاشت وخت ونیوه.

د روان کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو ګډونوالو شمېر د تېرو کلونو په پرتله څو برابره کم و، او هغو نجونو چې په دې ازموینه کې یې ګډون کړی وو، د خپلې خوښې وړ پوهنځی یې نه شوای ټاکلی.

اټکل کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د تړلو له امله د راتلونکي کال په کانکور ازموینه کې د نجونو ګډون کوونکو شمېر د روان کال په پرتله څو برابره کم وي.