افغانستان

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې زر جرېبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې

سپين بولدک د کندهار ارزښتناکه سرحدي او سوداګريزه ولسوالي ده، چې د ماسټر پلان خلاف جوړښت يې د اوسېدونکو ورځنۍ او سوداګريزې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د کندهار د سپين بولدک ځایي طالب مسوولين وایي لويه ستونزه په سوداګريزه او پرمختيایي برخه کې د سيمې د اوسېدونکو له لوري د ځمکو غصب رامنځته کړې، چې دوی يې اوس تازه د خلاصون هڅي پیل کړې دي.

د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ښاروال قاري مسافر وایي، تېرو څو میاشتو کې يې زر جريبه هغه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې، چې د دې ولسوالۍ د پرمختګ او سوداګرۍ پر وړاندي يې خنډ جوړ کړی وو.

دغه طالب ښاروال، وایي له غصب څخه خلاصو شویو ځمکو باندي اوس پرمختيايي پروژې عملي کیږي، چې د سيمي د اوسېدونکو پر اقتصاد او کاروبار به مثبت اغېز وکړي.

هغه وایي: «موږ تر اوسه زر جرېبه هغه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې، چې په سوداګريزه او پرمختيایي حوزه کې غصب شوې وه، چې دې چاري زموږ د پرمختیایي پروژو مخه هم نيولې وه.»

د سيمي اوسېدونکي هم وایي، د سپين بولدک ولسوالۍ په مرکز کې د ځمکو د غصب له امله د ورښتونو پر مهال خلک درانه زيانونه ګالي.

د قيام الدين په نوم د سيمي يو اوسېدونکی وایي، د ځمکو د غصب د مخنيوي ترڅنګ دې په دغې ولسوالۍ کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره هم کار وشي.

نوموړی وایي: «موږ ډېر غربت ځپلي يوو، له ښاروال او نورو (طالب) مسوولينو څخه مو دا هيله ده، چې موږ سره مرسته وکړي او د کليوالو د ژوند د سمون لپاره لاس په کار شي.»

سپين بولدک د کندهار له ښار څخه ۱۱۰ کيلومتره ليرې پرته سرحدي او سوداګريزه ولسوالي ده، چې د ليرو پرتو کليو اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.