افغانستان

افغانستان کې د انټرنټ له ټیټ کیفیت او د مخابراتي خدماتو له لوړې بیې د خلکو شکایت

افغانستان کې د انټرنټ ټیټ کیفیت او لوړه بیه تل یوه جدي او د بحث وړ موضوع وه. کلونه کېږي چې د هېواد وګړي د انټرنټ له ټیټ کیفیت او لوړې بیې شکایت لري. د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چې افغانستان کې د انټرنټ بیه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله لږ تر لږه ۱۰ برابره لوړه ده.

د هېواد وګړي د پلازمینې په بېلابېلو سیمو کې د انټرنټ له ټیټ کیفیت څخه شکایت لري او دغه وضعیت یوې سیمې ته نه دی ځانګړی.

سره له دې چې د مخابراتو وزارت او مخابراتي شرکتونو څو ځله اعلان کړی، چې د انټرنټ بیه راکموي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. ان کله داسې شوي چې انټرنټ په ځینو سیمو کې د ساعتونو لپاره پرې شوی دی یا په ډېر کم سرعت کار کوي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي په دې اړه وویل: «له دې مخکې یوه جي‌بي انټرنټ پر ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېده؛ خو اوس یې بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده او هېڅ مخابراتي شبکه نه شي کولای له ۱۱۰ افغانۍ یې لوړ وپلوري. همداراز له یوې شبکې بلې شبکې ته اړیکه نیول مخکې دقیقه پر ۳ افغانۍ او پر ۳ اعشاریه ۵ افغانۍ وه چې اوس یې بیه ۲.۲ افغانۍ ته کمه شوې ده.»

د کابل یوه اوسېدونکې صوفیه حیدري د انټرنټ د ټیټ کیفیت په اړه وایي: «زه کلونه کېږي چې د یوې مخابراتي شبکې سیمکارت لرم؛ خو هېڅکله هغه کیفیت چې ادعا یې کوي موجود نه و. داسې حال چې د انټرنټ بیه هم لوړه ده.»

د کابل بله اوسېدونکې مژګان احمدي په دې اړه وویل: «افغانستان کې انټرنټ ډېر ټیټ کیفیت لري. د خدماتو بیه ډېره لوړه ده. له بده‌مرغه ټولې شبکې د یو بل په څېر دي او ټولې بې‌کیفیته او ګرانې دي. ان د شبکو کارتونه هم کمېږي. افغانستان کې مخابراتي شبکې زیاتې ستونزې لري.»

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند د انټرنټ د ټیټ سرعت په اړه وویل: «تخنیکي ډلې د انټرنټ د کیفیت لوړولو لپاره کار کوي. د افغانستان په ځینو سیمو کې کیفیت ښه دی او په ځینو برخو کې کیفیت ټیټ دی همدا برخې پېژندل او د تخنیکي له پلوه کار پرې روان دی.»

د افغانستان انټرنټ د پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د نوري فایبر له لارې برابرېږي او افغان ټلې‌کام مخابراتي شرکت له بهر څخه افغانستان ته د انټرنټ د دننه کولو او په هېواد کې دننه پر خصوصي شرکتونو یې د وېشلو مسوولیت لري.

د افغان ټلې‌کام ویاند ارین پکتیار په دې اړه وایي: «د افغانستان او ایران ترمنځ قراردادي انټرنټ د ازمایښت لپاره اخیستل شوی دی. اوسمهال ازمایښتي دوره روانه ده؛ خو په راتلونکي کې به د انټرنټ پر بیو اغېز ولري.»

په همدې حال کې افغانستان کې یو شمېر محصلین وايي، چې د انټرنټ د بیو د لوړوالي او د کیفیت د کموالي له امله هغوی نه شي کولای خپل درسي مواد له انټرنټ څخه برابر کړي.

په دې ورځو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې خلک په داسې حال کې د انتن له ناوړه وضعیته شکایت لري، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې وضعیت تر دې څو برابره خراب دی.

اوسمهال په افغانستان کې پنځه مخابراتي شبکې فعالیت لري، چې د انټرنټ او ټلیفون خدمات وړاندې کوي. ان د دغو شرکتونو ترمنځ له رقابتي بازار سره سره هغوی بیا هم نه دي توانېدلي چې د خدماتو کیفیت لوړ کړي او وضعیت د خلکو په ګټه بدل کړي.