منځنی ختیځ

د اسراییلو پوځ: ایران د توغندیو د برید نوې څپه پیل کړې ده

د اسراییلو پوځ وايي چې ایران د توغندیو نوې څپه د اسراییلوپه لور په لاره اچولې ده.

د اسراییلي چارواکو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي برید خبرداري زنګونه غږېدلي دي، او پوځ له خلکو غوښتي چې د شاتني جبهې د قوماندې لارښوونې تعقیب کړي.

راپورونه وايي چې د بیت‌المقدس (قدس) ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

په دغه جګړه کې، چې د جمعې ورځې را په‌دېخوا پیل شوې ده، دواړو لوریو ته لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. همداراز په دغه جګړه کې، د ایران تر شلو زیات جګپوړي پوځي جنرالان وژل شوي دي.

په اسراییلو کې ۲۴ تنه او په ایران کې ۲۲۴ تنه وژل شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، ویلي چې دا جګړه به د ایران مشر خامنه‌ای په وژل کېدو سره پای ته رسیږي.