لویدیځه اسیا

د تهران په شمال‌لویدیځ کې د چاودنو غږونه اورېدل شوی

ایراني او سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې نن یکشنبه له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۲۰ بجې د تهران شمال‌لویدیځ د «شهرک غرب او سعادت‌آباد سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د تهران هوايي دفاعي سیسټم د اسراییلي توغندیو د مخنیوي لپاره فعال شوي دي.

همداراز، تهران ته نږدې د تېلو په یوه تصفیه‌خانه کې د یکشنبې په سهار د اسراییلو د هوايي برید له امله پراخه اورلګېدنه را منځ ته شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران د دفاع وزارت ودانۍ هم د برید هدف ګرځېدلې او یو څه زیان ورته رسیدلی دی.

تیره شپه ناوخته، ایران او اسراییل یو پر بل متقابل بریدونه وکړل.