سیاست

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا وغوښتل چې د اسراییلو بریدونه وغندي

عباس عراقچی د ایران د بهرنیو چارو وزارت

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي وایي چې امریکا د اسراییلو له‌خوا د ایران پر هسته‌يي تاسیساتو په بریدونو کې شریکه ده او باید د خپلو کړنو مسؤلیت واخلي.

هغه له امریکا غوښتي چې د اسراییلو بریدونه وغندي او ټینګار یې کړی چې دا بریدونه د واشنګټن له اجازې او ملاتړ پرته هېڅکله نشوای کیدای.

عباس عراقچي په یوه پیغام کې چې په ټیلیګرام کې یې خپور کړی، لیکلي: «موږ له بېلابېلو لارو پیغامونه ترلاسه کړي چې وايي امریکا په دې بریدونو کې لاس نه لري، خو موږ دا خبره نه منو، ځکه داسې شواهد لرو چې برعکس خبره ثابتوي.»

نموړي همداراز ویلي، چې له امریکا سره د هسته‌يي خبرو راتلونکی پړاو کولی شوای د یوې هوکړې زمینه برابره کړي، خو اسراییل په قصدي ډول دا خبرې د خپلو پوځي اقدامونو له لارې بن‌بست ته کش کړې دي.