د افغانستان په زړه کابل کې، مراجعین له هغو دولتي ادارو په تنګ دي چې د خلکو کوچني کارونه په سترو خنډونو بدلوي.
سرچینې وایي، په اوس وخت کې د څو دقیقو کارونو لپاره باید څو ورځې دروازې وټکوې.
سرچینې آمو ته وایي، چې د کابل په سرای شمالي کې د احوال او نفوسو په اداره کې د یو او دوه ساعتونو کارونه په ورځو ورځو ځنډول کیږي، چې هره ورځ ورته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه په سلګونه خلک چې ډیری پکې ناروغان هم وي د کار د خلاصون په موخه راځي خو دلته یې کارونه پر وخت نه خلاصیږي، چې دغه کار خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
یوه بله باوري سرچینه د آزموینو ملي ادارې څخه آمو ته وایي، چې د آزموینې په ملي اداره کې د غیرې مسلکي کارکوونکو ګومارنه او د دوامدارې برېښنا نشتون او د ضعیف انټرنېټ له امله د مراجعینو کارونه ځنډول کیږي.
د سرچینې په خبره، د ازموینې ملي ادارې د یادو ټکنیو کارونو څخه څو ځلې مراجعینو شکایتونه د دغه ادارې مشر عبدالباقي حقاني او نورو مسؤلینو ته کړې، خو په وینا، یې دوی په دغه برخه کې تراوسه هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د ګڼو مالي ستونزو سره مخ دی، سرچینې زیاتوي، په ټولو دولتي ادارو کې د مراجعینو څخه په یو او بل نوم د پیسو اخیستل هغه بله ستونزه ده، چې ډیری هېوادوال ورڅخه سر ټکوي.
همدغه ډول څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت څخه ځینو سرچینو آمو ته ویلي وه، چې پر دندو د ډیری نویو غیرې مسلکي کارکوونکو ګومارنه او پر خپل کاري ځای د نشتون له امله د یاد وزارت په چوکاټ کې اکثریت کارونه پر وخت سره نه ترسره کیږي.
په کابل ښار کې د یادو ادارو سربېره د ګڼو نورو مهمو دولتي ادارو مراجعین آمو ته په داسې مهال کې شکایت کوي، چې یو شمېر دولتي ادارې خپل خدمات پر وخت نه ترسره کوي، کارونه یې له اړتیا زیات وخت نیسي، او د مراجعینو ستونزو ته سمه پاملرنه نه کېږي.
د مراجعینو په وینا، دا وضعیت نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې د ادارو پر اعتبار او د طالبانو پر حکومت د خلکو باور کم کړی دی.
د مراجعینو په خبره، ځینې کارکوونکي یا خو پر وخت نه راځي، یا هم د خپلو وظیفو پر مهال له شخصي کارونو سره بوخت وي.
ځینې نور بیا د کوچنیو او عادي خدماتو لپاره مراجعین له یوې خونې بلې ته ګرځوي، چې دا کار نه یوازې د ستونزو حل نه دی، بلکې د مراجعینو زغم هم ختموي.
کارپوهان په دې باور دي، که چیرې ادارې خپل خدمات معیاري، شفاف او پر وخت ترسره نه کړي، د خلکو باور له منځه ځي، او دا به د اداري فساد، بېباورۍ او عامه نارضایتۍ لامل شي.