منځنی ختیځ

اسراییلي رسنۍ: د ایران د تېرې شپې بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه (د غبرګولي ۲۴مه) د ایران د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ کسان، د څلورو ماشومانو په ګډون وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي. د راپورونو پر بنسټ، ۳۵ تنه لا هم لادرکه دي.

د «اسراییل به فارسي» په نامه رسنۍ ادعا کوي چې ایران «قصدا اسراییلي ملکي وګړي» په نښه کوي.

تر دې وړاندې یادو رسنیو ویلي وو، چې د ایران د تېرې شپې راکټي بریدونه په دوو پړاوونو کې ترسره شوي دي.

له بلې خوا، اسراییلو هم تېر ماښام د ایران هسته‌يي او نظامي تاسیسات هدف ګرځولي، چې د دغه هېواد د چارواکو په وینا، موخه یې د نړۍ تر ټولو خطرناک وسلې ته د «خطرناک ترهګر رژیم» د لاسرسي مخنیول دي.

په همدې حال کې د اسراییل ولسمشر، اسحاق هرتزوگ، ویلي چې د یکشنبې سهار د دې هېواد د وګړو لپاره «ډېره غمجنه او سخته» وه.

هغه ویلي: «زموږ خویندې او وروڼه تېره شپه د ایران د رژیم له خوا د ملکي وګړو پر ضد په جنایتکارانه بریدونو کې ووژل شول او ټپیان شول – یهودان او عربان، ماشومان او مشران، ښځې او سړي.»

ولسمشر زیاته کړې چې د اسراییلي کورنیو له «سخته غم» سره ځان شریک بولي او د ټپیانو د روغېدو او د لادرکه کسانو د موندلو لپاره دعا کوي.