بریټانیايي ورځپاڼې ډیلي میل راپور ورکړی، چې طالبان داسې ځانمرګي ډرونونه جوړوي چې کولی شي د افغانستان له پولو هاخوا موخې په نښه کړي.
د دې راپور له مخې، دغه ډرونونه د کابل په څنډه کې موقعیت لرونکي فینیکس کمپ کې جوړیږي؛ هغه ځای چې په ۲۰۲۱ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو دمخه د امریکا پوځي اډه وه.
د ډیلي میل سرچینې دا هم زیاتوي چې طالبان دا ډرونونه د لوګر په یوه پوځي اډه کې ازمويي؛ هغه ځای چې پخوا د بریټانیایي ځواکونو تر کنټرول لاندې و.
د دې راپور له مخې، دا بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) چې د دقیقو هدایت سیسټمونو او د کوچنیو مهماتو د لېږد وړتیا لري، د طالبانو د نظامي ځواک په لوړولو کې مهم رول لري او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د امنیتي ثبات لپاره نوې ننګونه بلل کېږي.
د ډیلي میل د راپور له مخې، طالبان د خپلو ډرونونو ډېرې برقي او میخانیکي پرزې له تور بازار او نړیوالو قاچاقي شبکو څخه تأمینوي.
دغه پرزې په کوچنیو برقي موتورونو، جیپیاس سیسټمونو، د الوتنې د هدایت او کنټرول سیسټمونو او پرمختللو سنسرونو سره مجهز دي، چې اکثره له چین، د متحده عربي اماراتو، او آن د ځینو اروپايي هېوادونو څخه ترلاسه کېږي.
د دې پرزو کارول د دې لامل شوي چې د طالبانو ډرونونه د پخوا په پرتله ډېر دقیق او پرمختللي شي.