افغانستان

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه: طالبان د خلکو پر وړاندې مسؤولیت لري او باید عامه خدمتونو ته لومړیتوب ورکړي

د افغانستان لپاره د همغږۍ کمېټه چې مخکې «د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې» په نوم پېژندل کېده، په خپلې کلنۍ ناسته کې ویلي چې طالبان د افغانستان د خلکو پر وړاندې مسؤولیت لري، باید د عامه خدمتونو پراختیا ته لومړیتوب ورکړي او د نجونو او ښځو د حقونو او آزاديو درناوی تضمین کړي.

دغې کمېټې ټينګار وکړ سره له دې چې د طالبانو له خوا پر زده کړو او د ښځو پر ټولنیز ګډون بندیزونه د هغوی تر ټولو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي، نړیوال بندیزونه او د طالبانو انزوا هم د افغانستان پر «ملکي وګړو» اغېزه کوي.

په يادې کلنۍ ناسته کې د سویډن له حکومته غوښتنه شوې، چې د افغانستان د روان بشري ناورين په پام کې نېولو سره، د مرستو په پروګرامونو کې جدي اقدامات وکړي او د افغان وګړو د ژوند، روغتیايي پاملرنې او د زده‌کړو د حقونو ملاتړ وکړي.

د دغې کمېټې په خپره شوې خبرپاڼه کې، د یادې ناستې په تړاو راغلي: «د افغانستان خلک له سختې بې‌وزلۍ او ظلم څخه کړېږي. پاکستان او ایران میلیونونه کډوال دغه هېواد ته ستنولو ته اړ کړي، چې اوسنی خراب وضعیت یې لا پسې خراب کړى دی. سلګونه زره کسان له پولو تېر شوي او کمې سرچینې بسنه نه کوي. د هېواد نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه کسان د بنسټيزو عامه خدمتونو له لاسرسي بې‌برخې دي. د اقلیم بدلون ناوړه پایلې د پرلپسې وچکالۍ او سېلابونو له لارې ورځ تر بلې زیاتېږي.»

په همدې حال کې، يادې کمېټې ټینګار کړی چې ګڼو مرسته‌کوونکو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مالي مرستې کمې کړي دي. د امریکا له خوا د مرستو ناڅاپي بندېدل ويجاړونکې پایلې لري، او د نورو مرسته‌کوونکو هېوادونو ملاتړ هم مخ په کمېدو دی.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، اټکل کېږي چې سږکال به میلیونونه ماشومان په افغانستان کې؛ په ځانګړې توګه له هغه وروسته چې متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرامه خپل ملاتړ بند کړی دی، کې له سختې خوارځواکۍ وکړېږي.

د يادونې وړ ده، چې امریکا د میلیونونو ګ ښځو لپاره د ميندو د روغتیايي پاملرنې ملاتړ او د «جنسيت پر بنسټ تاوتریخوالي» سره د مبارزې هڅې هم بندې کړې دي. په زرګونو کلیوالي روغتیایي مرکزونه چې د میندو لپاره يې خدمات وړاندې کول، اوس تړل شوي دي.

د افغانستان لپاره د همغږۍ کمېټه وايي، سویډن نشي کولای چې په دې برخه کې بې‌پروا پاتې شي. د دغه هېواد د بهرنى او مرستندویه سیاست له اوږدې مودې راهيسې د بشري حقونو، د جنسیتي برابرۍ، او نړیوالې همغږۍ ملاتړ کوي.

دغې کمېټې په کلنۍ ناسته کې، د سویډن له حکومته درې څرګندې غوښتنې کړې، چې يوه يې د افغانستان د ناورين د راکمولو لپاره د دغې کمېټې سمدستې طرحه ده.

همداراز له سویډن غوښتنه شوې چې د افغانستان د ملاتړ لپاره یوه اوږدمهاله ستراتیژي جوړه کړي، تر څو خلک وتوانېږي له فقر څخه د خلاصون لپاره خوندي عایداتي فرصتونو او عامه خدماتو لکه زده‌کړو او روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی ولري.

دغه راز، دغې کمېټې د سویډن له حکومته غوښتنه کړې، چې د طالبانو له چارواکو سره د څو اړخېزو اړیکو د بندبست په ماتولو کې فعاله ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه، په سویډن کې د یوه کس لخوا د قرآن کریم د يوې نسخې د سوځولو په غبرګون کې وتړله او یادې ادارې ته يې د فعالیتونو د دوام اجازه نه ده کړې.