Uncategorized @ps افغانستان سوداګري

طالبانو د درې میاشتې ځنډ وروسته د دولتي کارکوونکو د حمل او ثور میاشتې معاشونه تصویب کړل

د آمو یو ځانګړی راپور ښيي، چې طالبانو له درې میاشتو ځنډ وروسته، د دولتي کارکوونکو د حمل او ثور میاشتو معاشونه منظور کړي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت لخوا په یوه لیک کې، چې یوه کاپي یې آمو ته رسیدلې، راغلي چې د کابل د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو مصارف ۱۱۸ میلیونه افغانۍ او د کندهار لپاره شاوخوا ۲۲۶ میلیونه افغانۍ تصویب شوي چې نږدې دوه برابره توپیر ښيي.

د دې لیک پر بنسټ، د دولتي کارکوونکو د حمل او جوزا میاشتو ټول معاشونه؛ دوه میلیارده، پنځه‌سوه و لس میلیونه او اووه‌سوه زره افغانۍ اټکل شوي.

دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو د مشر په امر د دولتي ادارو په تشکیل او مصارفو کې شل سلنه کموالی هم د عملي کېدو په حال کې ده.تر دې وړاندې، سرچینو آمو ته منلې وه چې د دولتي ادارو د بستونو د کمښت تمرکز تر ډېره پر هغو کارکوونکو دی چې د جمهوریت په وخت کې ګمارل شوي وو.