افغانستان سویلي آسیا

ایکسپریس ټریبیون: طالبانو د هغو کسانو د «ځپنې» لړۍ پیل کړې چې د پاکستان پر وړاندې جګړې ته خلک هڅوي

ایکسپریس ټریبیون د یوې باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د پاکستاني پلاوي په مشرۍ د محمد صادق خان، چې د دغه هېواد ځانګړی استازی دی، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ د مارچ میاشتې په درېیمه اونۍ کې د تړلو دروازو تر شاه خبرې شوې دي.

دغه رسنۍ وايي چې طالبانو له واک ته ستنېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره، د هغو عناصرو پر ضد «ځپنه» پیل کړې چې د افغانستان وګړي د پاکستان خاوری پر ضد بریدونو ته هڅوي.

ورځپاڼه وايي، طالبانو له۷۰ زیات «ترهګر»، چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او غوښتل یې د کشمیر د پاهلګام برید وروسته سمدلاسه پاکستان ته ورننوځي، نیولي دي.  د ورځپاڼې په وینا، دغه کار پر طالبانو د اسلام‌اباد باور ترلاسه کړ.

راپور زیاتوي چې سره له دې چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ونه شوای کولی طالبان قانع کړي چې د هغو ډلو پر ضد چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، قاطع ګامونه واخلي، خو د پاکستاني پلاوي له کابل څخه د لیدنې په ترڅ کې، اسلام‌اباد د طالبانو په دریځ کې بدلون ولید.

یوه باوري سرچینه وايي پاکستان د لومړي ځل لپاره احساس وکړ چې طالبان د اندېښنو د حل لپاره جدي دي او د پاکستاني پلاوي چې پکې د دغه هېواد پوځي او استخباراتي چارواکي هم شامل ول، قانع شول چې دا ځل د طالبانو هدف یوازې «سوداګري» ده.

د دغه پلاوي د کابل له چارواکو سره د لیدنې پر مهال جزییات نه دي افشا شوي؛ خو د ایکسپریس ټریبیون سرچینې اوس تایید کړې چې طالبانو د هغو عناصرو «ځپنه» پیل کړی چې یا د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره یو ځای شوي وو یا یې غوښتل چې د دې ډلې برخه شي.

سرچینو تایید کړې چې ډېری د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه هغه څوک چې نور یې د تحریک طالبان پاکستان لپاره جذبول، نیول شوي او د قانوني تعقیب سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې په تېرو میاشتو کې، د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان وګړي په زیاتېدونکي توګه د تحریک طالبان پاکستان تر ملاتړ لاندې د پاکستان په «ترهګریزو» بریدونو کې ښکېل شوي وو، چې دا حالت په اسلام‌اباد کې د خطر زنګ وواهه. پاکستان شدید اعتراض وکړ او د افغانستان د وګړو د ښکېلتیا شواهد یې طالبانو ته وړاندې کړل.

د دغې رسنۍ رچینو ویلي چې طالبانو بالاخره اقدام وکړ، چې نه یوازې د خیبرپښتونخوا په ځانمرګو بریدونو کې د پام وړ کمښت راوست، بلکې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکو ښه‌والي ته هم لاره هواره کړه.

ورځپاڼه یادونه کوي چې دا ټول بدلونونه د اپریل ۱۹مې په کابل کې د محمد اسحاق‌دار، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیر اعظم، د سفر لپاره هم زمینه برابره کړه. دا د طالبانو تر حاکمیت لاندې کابل ته د یوه پاکستاني بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر و.

دواړو خواوو په دې لیدنه کې د یو شمېر ګامونو، چې پکې د طالبانو له خوا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو د نه‌کارولو نوې تضمین شامل و، هوکړه وکړه. په مقابل کې، پاکستان د افغانستان پر سوداګرۍ ځینې محدودیتونه، چې پکې د افغان واردونکو لپاره د بانکي ضمانتونو شرط هم شامل و، لرې کړل.

د پاکستاني سرچینو په وینا، پاکستان باور لري چې طالبان باید نه‌شاتګ منونکي ګامونه واخلي. یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، ویلي: «دا یو مثبت پیل دی. موږ هیله‌من یو چې هغوی (طالبان) به دا لاره تعقیب کړي.»

باور دا دی چې چین، له د پردې ترشا، دواړو خواوې هڅولي چې ښکېل پاتې شي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د می میاشتې په ۲۱مه په بېجینګ کې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې غیر رسمي ناستې کوربه‌توب وکړ.

‍د درې‌جانبه غیر رسمي ناستې وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان د خپلو اړیکو د ښه‌والي لیوالتیا څرګنده کړې او په اصل کې یې د سفیرانو د تبادلې موافقه کړې.

یوه پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دا پریکړه تایید کړې او ویلي یې دي چې دا به څه موده ونیسي؛ ځکه ځینې تشریفات باید ترسره شي.

طالبانو تر دې دمه د دې هوکړې او د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې هند هم د طالبانو سره د اړیکو پراخولو باندې ټینګار کړی؛ هغه هېواد چې له پاکستان سره په تقابل کې دی او د اپریل میاشتې په ۲۲مه د کشمیر په پاهلګام کې تر برید وروسته، د پاکستان د خاورې پر ځینو برخو بریدونه وکړل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو ورځنۍ جګړې ته لاره هواره کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر مخکې ویلي وو چې دوی به پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د نوي ډيلي او طالبانو ترمنځ اړیکو ته «خنډ» شي. دغه هېواد تازه د افغانستان وګړو ته د ویزې ورکولو بهیر، چې څلور کاله مخکې بند شوی و، بیا پیل کړ؛ هغه اقدام چې زیاتره د هند او پاکستان ترمنځ د طالبانو سره د نږدې اړیکو سیالۍ ته منسوب شوی.

د یادونې وړ ده چې پاکستان مخکې هند د بلوچستان په ګډون د خپلې خاورې دننه د «ترهګریزو» بریدونو په تړاو تورن کړی.  خو هندي چارواکو تل دغه تورونه رد کړي دي.