ویډیوګانې

 د ۱۴۰۴ د وری ۲۴ – د ۸ بجو خبرونه

د کندهاري طالبانو او حقاني ډلې ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو په دوام، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست عبدالكبیر، په سپیدار ماڼۍ کې چې د نوموړي د واک په مرکز هم شهرت لري، د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل. دا له تېرو درې میاشتو وروسته، د سراج‌الدین حقاني لومړۍ رسمي لیدنه ده چې له یوې اوږدې مودې خبر جوړوونکي غیابت وروسته یې انځور خپرېږي.