افغانستان

د طالبانو له خوا نیول شوې بریتانوي جوړه د غیرانساني چلندونو کیسه کوي

یوې بریټانوي جوړې چې دا مهال د طالبانو په زندان کې بندیان دي، د عمومي ټلیفون له لارې په اړیکه کې، د پلچرخي زندان یې دوزخ ته ورته ځای بللی او زیاته کړې یې ده چې طالبان دوی له قاتلانو سره یو ځای، یوازې د یوه وخت ډوډۍ په ورکولو سره ساتي.

پيټر رینولډز وایي، د زندان فضا او د زندانیانو شکنجه زړه بوږنونکې ده. له بلې خوا، د دې بریټانوي جوړې زوی د امریکا له ولسمشره غوښتي چې د ده مور او پلار د طالبانو له زندانه ازاد کړي. جاناټان رینولډز وایي، د طالبانو له‌خوا د پلار او مور نیول کېدل یې یوه دردناکه او له زغم وتلی حالت دی.

له نهو اوونیو ډېره موده کېږي چې طالبان دغه بریټانوی جوړه نیولې ده.

پيټر رینولډز، د طالبانو په زندان کې بریټانوی وګړی، ویلي: «زه له لاسوندونو او د پښو له ځنځيرونو سره، له جنسي تیري کوونکو او قاتلانو سره ساتل کېږم؛ د دې کسانو په ډله کې یو هم داسې سړی دی چې خپله ښځه او درې ماشومان یې وژلي وو، چغې یې وهلې، لیونی ښکارېده، لکه پېریانو چې وهلی وي.»

طالبانو دا بریټانوی جوړه، یو ژباړن او یو چینایي-امریکایي وګړی د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۱۳مه نېټه په بامیان ولایت کې نیولي وو. خو وروسته له هغې چې د ټرامپ ادارې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني پر سر ایښودل شوي لس میلیونه ډالري انعام لرې کړ، طالبانو تېره اوونۍ بندي چینایي-امریکایي وګړې خوشې کړه.

اوس د دې بریتانوي جوړې زوی، جاناتان رینولډز، له خپلې کوچنۍ لور سره د خپل د مور او پلار د خلاصون لپاره زارۍ کوي. نوموړي د امریکا له ټی‌ام‌جي‌فور ټلوېزیون سره په خبرو کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غوښتنه کړې چې دې موضوع کې مداخله وکړي.

د بریتانوي جوړې زوی، جاناټان رینولډز، وایي: «زه دلته ولاړ یم، په تمه یم چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ اقدام وکړي. زه د پيټر او باربي رینولډز کوچنی لمسی یم. له تاسو مو هیله ده چې هر څه کولای شئ، وکړئ، ترڅو زما مور او پلار له دې زندانه او له دې هېواده وباسئ.»

پیټر ۷۹ کلن او باربي رینولډز ۷۵ کلنه ده. دا جوړه په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې سره واده وکړ. دوی له ۲۰۰۶م کال راهیسې په افغانستان کې اوسېدل، شاوخوا دوه لسیزې یې تعلیمي فعالیتونه درلودل. د طالبانو له اجازې سره، پنځه تعلیمي پروژې یې د ماشومانو او مېندو لپاره او یوه پروژه یې په بامیان کې روانه کړې وه.

دوی په افغانستان کې د بیارغونې تر نامه لاندې یوه موسسه هم درلوده.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي، طالبان د بهرنیو وګړو د یرغمل نیولو له لارې غواړي خپلې موخې پوره کړي او نړۍ ته د افغانستان یو وېرونکی انځور وړاندې کړي.

د بشري حقونو څېړونکی، عبدالاحد فرزام، وایی: «طالبان د زندانیانو بشري حقونه په قصدي او سیسټماتیک ډول نقضوي، او دا د دوی له اصلي پالیسیو څخه ده څو خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي. بله دا چې طالبان د غیر انساني چلندونو په ځانګړي توګه شکنجه کاروي، څو د خلکو، د افغانستان د اتباعو او خپلو مخالفینو ترمنځ وېره او وحشت خپور کړي.»

له هغه وروسته چې ډونالډ ټرامپ بیاځلې واک ته ورسېده، طالبانو یوازې هغه بهرني زندانیان خوشې کړي چې د امریکا تابعیت لري. په لږه موده کې، څلور امریکایي بندیان د طالبانو له بنده خوشې شوي؛ خو د نورو هېوادونو وګړي او همدارنګه افغان اتباع، په ځانګړې توګه پخواني امنیتي سرتېري، مدني فعالان او خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.