Uncategorized @ps افغانستان

طالبانو د تعزیري سزاوو علني پلي کولو ته زور ورکړی

 باوري سرچینو آمو ته تایید کړې چې د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، د اختر په ورځ د طالبانو د کابینې له غړو سره په لیدنه کې، د حدودو د پلي کېدو او د تعزیري سزاوو د علني تطبیق غوښتنه کړې ده.

یوې بلې سرچینې چې د طالبانو د مشر دفتر ته نږدې ده، ویلي، چې د بدني سزاوو د زیاتوالی او د حدودو د پلي کولو څخه موخه د «امر بالمعروف قانون» پوره تطبیق او د نړیوالو او بشري حقونو د سپارښتنو نه منل دي.

خو د یادې سرچینې په وینا د نورو ولایتونو خلاف، په کندهار کې بدني سزاوې په زندانونو کې پټ عملي کېږي.

یوه سرچینه چې د هبت‌الله اخوندزاده دفتر ته نږدې ده وايي، د بدني سزاوو د زیاتوالي او د حدودو د تطبیق موخه، د طالبانو د امر بالمعروف د قانون بشپړ عملي کول او د بشري حقونو په اړه د نړیوالو سپارښتنو نه منل دي.

د طالبانو د مشر دفتر ته نږدې سرچینې
• د بدني سزاوو د علني زیاتوالي ټینګار
• د امر بالمعروف قانون پلي کولو ټینګار
• د حدودو شرعي تطبیق ته ژمنتیا
• د نړیوالو سپارښتنو نه منل

د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د حمل تر ۱۷مې، لږ تر لږه ۸ کسانو ته (چې یوه یې ښځه وه) بدني سزا ورکړل شوې. د تېرو میاشتو شمېرې ښیي چې هره میاشت لسګونه کسان د دورې وهلو سزا ګالي. د آمو له لوري د طالبانو د سترې محکمې د راټول شوي معلوماتو ارزونه ښیي، چې په تېرو دریو کلونو کې، تر ۸۰۰ ډېر کسان، چې ۱۴۰ یې ښځې دي، په دورو وهل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د دورې وهلو عمومي شمېرې
• ۲۹۸ کسان (۷۴ ښځې) په ۱۴۰۱ کال کې
• ۴۴ کسان (۶ ښځې) په ۱۴۰۲ کال کې
• تر ۴۵۶ ډېر کسان (۶۰ ښځې) په ۱۴۰۳ کال کې

سربېره پر دې، د طالبانو له خوا:
• ۱۷۶ د قصاص حکمونه
• ۳۷ د سنګسار حکمونه
• ۴ د دیوال لاندې کولو حکمونه هم صادر شوي دي.

سرچینې آمو ته وایي چې د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده د کوچني اختر په ټولو غونډو کې له خپلو وفادارو کسانو غوښتي چې د امر بالمعروف قانون تطبیق ته لا ډېره جدي پاملرنه وکړي؛ دا هغه قانون دی چې د ښځو او نارینه‌وو پر ژوند د محدودیتونو مجموعه ده، په ځانګړي ډول پر ښځو او انجونو د ټولنیزو محدودیتونو ټولګه بلل کېږي.

د کندهار سرچینې آمو ته دا هم وايي چې که څه هم هبت‌الله د جزایي احکامو د علني تطبیق پلوی دی، خو په دې ولایت کې ټولې تعزیري سزاوې په پټه د دې ولایت په زندانونو کې عملي کېږي.