پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو د بهیر له پيل سره هممهاله، د یو شمېر کډوالو د بندي کولو لړۍ هم پیل کړې ده. د بندي شوو کډوالو په منځ کې ښځې، ماشومان او زاړه کسان هم شامل دي. دغه بندي کډوال وايي چې د سند ایالت په زندانونو کې خوړو او درملو ته لاسرسی نه لري.
په تېرو څلورو ورځو کې سلګونه افغان کډوال دې زندان ته انتقال شوي؛ تر څو له پاکستان څخه وایستل شي؛ حتی هغه کډوال هم په دې زندانونو کې دي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري. د بندي شویو کسانو په منځ کې ښځې، ماشومان او سپين ږیري شامل دي.
افغان کډوال، اسد خان، وایي: «بری ماشوم چې راغلي یو تراوسه پورې یي ډوډۍ نه ده راکړې. هلته یي سیاسرې کېنولي دي. نه اوبه سته، نه ډوډۍ سته.»
کډوال وایي چې په زندانونو کې د خوړو، اوبو او درملو نشتوالی د دوی په ځانګړي توګه د ماشومانو وضعیت لا سخت کړی دی.
افغان کډوال، شاه ولي، وايي: «دا واړه ماشومان دي. د شپې په اتو بجویي نیولي دي او دلته یي راوستي دي.»
په کراچۍ ښار کې د پاکستان پولیس، کوڅه په کوڅه د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي…
د آمو انځورونه ښيي چې یو شمېر کډوال له خپلو کورونو تر نیول کېدو وروسته، د کور دروازې یې خلاصې پاتې دي او شتمنۍ یې هم ترې پاتې دي.
یو شمېر بندي کډوال وایي، تر نیول کېدو وروسته، پولیسو ترې پیسې هم اخیستي دي. یو شمېر نور یې بیا د کډوالو د کمپونو له بد وضعیت څخه شکایت لري.
له دې ټولو سره، د کراچۍ پولیس وایي، دوی نیت لري چې له دې ښار څخه له ۱۶ زرو څخه زیات افغان کډوال چې د تابعیت کارتونه لري، وباسي. د پولیسو په وینا، د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې تر دې دمه، ۱۵۰ تنه کډوال نیول شوي او د توقیف مرکزونو ته لېږدول شوي دي.