Uncategorized @ps افغانستان

سرچینې: سراج‌الدین حقاني لاهم د کورنیو چارو وزارت ته نه‌دی تللی

سراج الدین حقانی وزیر داخله طالبان. آرشیف

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تر ۵۲ ورځني غیابت وروسته، خوست ولایت کې یوه جومات کې راښکاره شو، خو له دې پيښې ۱۹ ورځې تیرېږي چې تر اوسه په کورنیو چارو وزارت کې د نوموړي د حضور کوم انځور نه دی خپور شوی.

همداراز، د اختر په ورځو کې هم له خلکو سره د سراج الدین حقاني د لیدنو انځور نه تر سترګو کېږي. خو سراج الدین حقاني ته نږدې یوه سرچینه بیا آمو ته د حقاني د نه ښکاره کېدو علت کې وايي چې نوموړي د امنیتي ګواښونو او اندېښنو له امله ځان محدود کړی دی.

 بلخوا، سراج‌الدین حقاني ته نږدې سرچینې آمو ته په خبرو کې ویلي چې حقاني د «ګواښونو او امنیتي اندېښنو» له امله خپل ځان «محدود» کړی دی.

د کندهاري طالبانو او د حقاني شبکې ترمنځ، خپلمنځي اختلافات هغه مهال زیات ښکاره شول، کله چې د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده، عبدالکبیر یې له سیاسي مرستیالۍ څخه ګوښه او د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د سرپرست په توګه وګماره. د سرچینو په وینا، دغه وزارت حقاني ډلې خپله برخه ګڼله. که څه هم عبدالکبیر د حقاني ډلې ملاتړ له ځانه سره لري، خو په دې بدلون سره، حقانیانو د سیاسي مرستیالۍ څوکۍ هم وبایلله.

ه دې وړاندې په کندهار کې د یوه چارواکي په شمول، درې باخبره سرچینو آمو ته ویلي ول، چې د طالبانو مشر د سراج الدین حقاني صلاحیتونه محدود کړې دي. یو شمېر د چارو شنونکي بیا باور لري، چې واک ته د بېرته راستنېدو په موخه د سراج الدین لخوا د بهرنیو ملاتړ ترلاسه کول، ښايي یوه لاره وي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی، عارف رحماني، وایي: «هغه راپورونه چې موږ لرو، ویل کېږي چې هغه له هند سره اړیکې ټینګې کړي دي، له متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې سره اړیکې لري، او حتی له امریکا سره مستقیم او غیرمستقیم اړیکې یې هم ټینګې کړې دي، هغه کولای شي چې د دې ټاکنو څخه د خپل قدرت ساتلو یا د قدرت بیرته ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي.»

که څه هم د طالبانو ویاند په پرله پسې توګه ادعا کوي چې د طالبانو ترمنځ هیڅ اختلاف نشته، خو په دې اختر کې، چې تازه تېر شو، طالبان د څو سوو مترونو په فاصله کې، یانې په ارګ او سپیدار کې دوه جلا جلا د اختر لمونځونه ادا کړل. په سپیدار کې عبدالکبیر، چې د سرچینو په وینا د حقاني ډلې ملاتړ لري، او په ارګ کې د طالبانو تر واک لاندې عبدالغني برادر.