د روژې له پيل سره خلک د توکو له لوړې بیې او د مناسب کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت لري.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خلکو د پېرلو توان کم شوی خو برعکس د روژې له پيل سره د توکو بیې لوړې شوې دي. له دې سره که څه هم خلک له بېکاری، بد اقتصادي وضعیت او د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي، خو سږکال روژه کې بازارونه له ګڼې ګوڼې ډکه ده.
خلک د روژې مبارکې میاشتې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بازارونو ته راوتلې دي، تر څو د روژه ماتي د دسترخوان لپاره بېلابېل خوراکي توکي واخلي.
د کابل یوه اوسېدونکې وایي: «هټیوال په خپلې دوکاندارۍ بوخت دی، پېرودونکی د خپلې سودا په لټه کې او هغه کسان چې بېکاره دي، ښار ته راځي او د بازارونو ننداره کوي.»
د سږکال روژه بیا د فقر، بېکارۍ او د لګښتونو د زیاتوالي تر سیورې لاندې ده. روژه د هغو خلکو لپاره ډېره سخته ده، چې حتا د یوه وخت ډوډۍ هم په خپلو دسترخوانونو کې نه لري. په دې بازار کې د ټولنې یو عیني واقعیت لیدلای شئ: د مناسب کاري فرصتونو نشتوالی، د خلکو د پېرلو ټيټ توان او په پایله کې د خلکو بد اقتصادي وضعیت.
د کابل یو اوسېدونکی وایي: «په وطن کې د پېر او پلور وضعیت ډېر خرابه دی. څه وکړو؟ کار نشته، غریبي نشته او بیې هم ډيرې لوړې دي.»
د ملګرو ملتونو راپورونه د توکو د لوړو بیو کیسې کوي. د بیو هغه لوړوالۍ، چې په نړۍ کې د امریکا د مرستو له محدودېدو وروسته لوړه شوه. ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان سږکال ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمیرې یو مېلیون یې له سختې لوږې سره مخ دی.
د کابل یوه اوسېدونکي آمو ته وویل: «سږکال مو سخت ژمی تېر کړ. د سون توکي نه وو. بیې لوړې وې. همدا اوس په کور کې ماشومان ناروغان دي. قیمتي او بېکاري ده.»
په داسې شرایطو کې چې خلک د خپلو لومړنیو توکو پوره کول سخت ګڼي، طالبان بیا د اقتصادي وضعیت د ښه والي خبره کوي، خو ملګري ملتونه وايي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې دویم بشري ناورین لرونکی هېواد دی او خلک یې له بشري مرستو پرته په ناوړه وضعیت کې پاتې کېږي.