د طالبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت له اوزبیکستان نه امریکا ته د پخواني افغان ځواکونو د چورلکو د لېږد په اړه ویلي، چې دغه چورلکې باید بېرت افغانستان ته ولېږدول شي.
دغه وزارت نن (شنبه، د سلواغې ۲۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چورلکې د افغانستان ملکیت دي او باید بېرت هیواد ته وسپارل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: « داچې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږته داسې کول د منلو نه دي ځکه افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه کوي او هسمایه هیوادونه هم باید دافغانان حق ته درناوی ولري.»
د طالبانو دفاع وزارت امریکا ته غوښتنه کړې چې د دې نظامي تجهیزاتو د افغانستان ته بېرته راستنېدو په پروسه کې خنډ جوړ نه کړي او دغه تجهیزات دې افغانستان ته وسپارل شي.
تر اوسه پورې امریکایي او اوزبیکستاني چارواکو په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
مخکې له دې، د اوزبیکستان رسنیو راپور ورکړی و چې اوو «بلک هاوک» هلیکوپټرونه چې د افغانستان پخوانیو پوځیانو په ترڅ کې د دولت د سقوط پر مهال اوزبیکستان ته وړل شوي وو، امریکا ته انتقال شوي دي.
د دغو رسنیو په وینا، دا موضوع د اوزبیکستان د وسله وال پوځ د سی ویم کالیزې په مناسبت د دې هیواد په سفارت کې په واشنګټن کې څرګنده شوې ده.
د راپورونو له مخې، زیاتره الوتکې او چورلکې چې افغان ځواکونو د طالبانو د پرمختګ پر مهال اوزبیکستان ته راوړل، د دغه هیواد په اختیار کې ورکړل شوي دي.