د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري آژانس د راپورونو پر بنسټ، ایران او پاکستان د تېرې اوونۍ (د سلواغې له ۱۳مې تر ۱۹مې) ۶۴۸ افغان کډوالې کورنۍ له خپلو هېوادونو شړلي دي.
د دې شمېرو له مخې، ایران په دغه موده کې ۴۴۶ او پاکستان ۲۰۲ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول له خپلو هېوادونو شړلي دي.
راپورونه ښيي، چې په یوه اوونۍ کې:
۱۱۹ کورنۍ د تورخم بندر له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
۸۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي.
۱۷۱ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم بندر له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
۲۷۵ کورنۍ د اسلامقلعه بندر له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو، راټولولو او جبري شړلو لړۍ چټکه کړې ده.
یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د ایران او پاکستان پولیسو ورسره سپک چلند، شکنجه، لت وکوب او بېاحترامي کړې ده.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان دا عمل د انساني ارزښتونو او نړیوالو کډوالۍ قوانینو خلاف بولي او له نړۍ غواړي، چې سمدستي اقدام وکړي.