د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د جاپان له صدراعظم سره په یوه ګډه خبري ناسته کې یو ځل بیا د افغانستان موضوع یاده کړې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکايي پوځي تجهیزاتو د طالبانو لاس ته لوېدو له امله یې نیوکه کړې ده.
ټرمپ ویلي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزاتو د پرېښودو لپاره هېڅ دلیل نه وو.
هغه زیاته کړې : «ما د خپل لومړي ریاست جمهوري پر مهال زموږ پوځ بیا ورغاوه. دا یوه لویه لاسته راوړنه وه. یو څه مو په افغانستان کې پرېښودل، چې ډېر احمقانه کار و. د دې لپاره هېڅ دلیل نه و. سره له دې، هماغسې چې و، میلیاردونه او میلیاردونه ډالر ارزښت یې درلود، خو د ټول پوځ یوه کوچنۍ برخه وه. موږ باید د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ ولرو، او دا به ولرو. موږ ډېر فوقالعاده خلک لرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) د ۱۴۰۱ هـ.ش د چنګاښ میاشتې راپور ښيي، چې د افغانستان د سقوط وروسته د امریکا نظامي تجهیزات او وسلې چې طالبانو ته پاتې شوي، ۷.۱۲ میلیارد ډالر ارزښت لري.
د سیګار راپور زیاتوي، چې ۹۲۳.۳ میلیون ډالر ارزښت لرونکي پوځي الوتکې او ۲۹۴.۶ میلیون ډالر ارزښت لرونکې هوایي جنګي وسلې هم په دغو تجهیزاتو کې شاملې دي.
خو تېره اوونۍ د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد خبرداری ورکړ، چې دوی ته پاتې شوي جګړیز تجهیزات هېڅوک ترې نشي اخیستی.
ذبیحالله مجاهد ویلي: «له دې وسلو څخه د آزادۍ، حریت او د اسلامي نظام د دفاع لپاره کار اخلو. له موږه یې نه څوک اخیستلای شي او نه یې وړلای شي. که څوک یې وړي، موږ به ورسره د همدغو وسلو په بدل کې معامله وکړو. دا وسلې اوس زموږ په لاس کې دي.»
بلخوا، د امریکا دفاع وزیر، پیت هګست خپلو کارکوونکو ته ویلي، چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه به هر اړخیزه څېړنه وشي.
هغه باور لري، چې د افغانستان د شخړې پر مهال ګډوډي د دې لامل شوې، چې د امریکا کمزورتیا د نړیوالو په تصور کې ځای پیدا کړي او دا تصور باید اصلاح شي.
پیت هګست ویلي: «موږ به د هغو پېښو لپاره چې په افغانستان کې رامنځته شوې، مسئولیت ومنو او حساب به یې ورکوو. خو زه دا استدلال کوم، چې دا مسئله تر ډېره د امریکا د کمزورتیا له درک سره تړاو لري، که په افغانستان کې شوې پېښې وي، که د اکتوبر د اوومې نېټې پېښې وي، یا که د اوکراین جګړه وي. ګډوډي هغه وخت پېښېږي، چې د امریکا ځواک په بشپړ ډول درک نشي.»
د سیبياس د راپور له مخې، د امریکا تر وتلو وروسته طالبانو ته لاندې نظامي وسایل پاتې شوي:
۳۰۰ زره میله امریکایي وسلې
۴۰ زره نظامي وسایط
۷۸ پوځي الوتکې
دغه تجهیزات د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي، لکه پاکستان، چې تېره اوونۍ یې د بهرنیو چارو وزارت وویل:
«ترهګرې ډلې د افغانستان څخه د امریکا پاتې شوي وسلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي.»