په پنجشېر کې د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې د دې ولایت له کانونو څخه ایستل شوي يو زرو ۹۱۰ قیراط زمرد د مزايدې له لارې کورنیو سوداګرو باندې وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رياست لپاره د طالبانو رٸيس محمد قاسم امیري نن (سه شنبه، د سلواغه ۱۶مه) ويلي چې دا اندازه زمرد په ټولیزه توګه د ۱۶۴زره ٦٠٠ ډالرو وپلورل شول.
هغه زیاته کړه چې د مزايدې پروسه د دغه ولایت د کانونو د څارنې کمېټې د پلاوي او د قیمتي ډبرو د یو شمېر سوداګرو په حضور کې ترسره شوه.
د ځايي طالب چارواکو په وینا، دا زمرد په تېرو دوو اونیو کې د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي دي.
طالبانو پر افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو راهیسې د پنجشېر د زمرد کانونو محصولات له ۳۳ ځلو څخه زیات پلورلي دي.
طالبانو اعلان کړی چې د زمرد کانونو کې د دوی ونډه لس سلنه ده، او پاتې عواید قراردادي شرکتونو ته ځي.