افغانستان

د نړیوالو فشارونو زیاتوالی: خالد حنفي طالبانو ته د «صبر او استقامت» سپارښتنه وکړه

په طالبانو او د هغوی د مشرانو په وړاندې د نړیوالو فشارونو له زیاتېدو وروسته، د طالبانو امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفي دغو فشارونو ته په اشارې خپلو غړو ته د «صبر، استقامت او تقوا» سپارښتنه کړې ده.

هغه په یوه غږيز کليپ کې چې په دې وروستیو کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي تلویزیون لخوا خپور شو د طالبانو غړو ته په خطاب کې ويلي: «موږ باید د دښمن د هر ډول دسیسې او فشار په وړاندې استقامت، صبر او تقوا څخه کار واخلو.»

هغه وايي چې دوی په تېرو شلو کالونو کې ډېرې سختۍ زغملي دي، چې «تر ټولو سختې» وې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د دوی د مشرانو د نېولو لپاره به د القاعدې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن په پرتله لوی انعام وټاکي.

هغه مخکې پر اېکس په یوه ليکنه کې ویلي وو چې هغه اورېدلي دي چې طالبانو د راپور شوي اندازې څخه ډېر امریکایي وګړي د«یرغملو» په توګه نېولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «که دا خبر رښتیا وي، موږ باید سمدلاسه د دوی (طالبانو) مشرانو باندې ډېره سترع جایزه وټاکو؛ له بن لادن څخه ستره.»

د مارکو روبیو خبرداری په افغانستان کې د طالبانو له خوا د څو امریکایي وګړو د نېولو په تړاو ورکړل شوي دي.

له بلې خوا، د جرمونو نړیوالې محکمې یوه څارنوال په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر هیبت الله آخندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نېولو د امر غوښتنه کړې ده، چې د«بشریت پر ضد جرمونو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تبعیض» باندې تورن دي.

دغه عمل د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي لخوا «ظالمانه» وبلل شو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو وروسته يو لړ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې یې له افغانستان سره د امریکا د مرستو ډېره برخه وځنډول شوه.

د دې امرونو له لاسلیک کولو وروسته، که څه هم مارکو روبیو، په یوه بیان کې، متحده ایالات د «ژوند ژغورونکي بشري مرستې له ځنډ څخه مستثنى» کړې؛ خو دغه بدلون د هېواد د بازارونو پر وضعیت د ډالر په وړاندې د افغانیو په ارزښت باندې د پام وړ اغېزه کړې ده.